د پاكستان پر يوه پوځي كاروان وسله وال بريد سوى دى
خان زمان کاکړ
له ملاكنډ څخه پېښور ته پر تلونكي كاروان د سوي وسله وال بريد له امله د زياتي مرګ ژوبلي اندېښنه څرګنديږي
د مالوماتو له مخي نن سهار وختي د پاكستاني پوځ پر هغه كاروان چي له ملاكنډ څڅه پېښور ته پر لاره و يو دروند وسله وال بريد سوى دى
دغه پېښه د سخاكوټ په سيمه كي رامنځ ته سوې چي له دواړو غاړو څخه د ډزو لړۍ لا اوس هم دوام لري . ويل كيږي چي په دې پېښه كي دواړو خواو ته د درنې مرګ ژوبلي د اوښتو اندېښنه موجوده ده