کور / تازه خبرونه / كندز: د ملګرو ملتونو پر دفتر بريد وسو

كندز: د ملګرو ملتونو پر دفتر بريد وسو


د كندز چارواكو په دغه ولايت كي د ملګرو ملتونو پر يوه دفتر د وسله وال بريد خبر وركړ.


د كندز والي انجينر محمدعمر وايي څو تنو وسله والو د شنبې په سهار په دغه ښار كي د ملګرو ملتونو د خوراك او زراعت پر دفتر (UNFAO) باندي حمله وكړه چي دوه امنيتي پوليس يې ټپيان كړي او دوى خپله تښېدلي دي.


د والي په وينا د بريدكوونكو په باب د پوليسو تحقيقات پيل سوي دي چي تر پرمختګ وروسته به په ډاګه سي.


د ملګرو ملتونو د خوراك او زراعت دغه دفتر له تېرو څو كلونو راهيسي په كندز كي د بزګرانو سره د اصلاحي تخمونو او خوراكي موادو مرسته كوله.