کور / تازه خبرونه / امريکايانو څلور ملکي وګړي بېولي او يو بزګر وژلی دی

امريکايانو څلور ملکي وګړي بېولي او يو بزګر وژلی دی

د خارجي قواو په بمباريو کې يوکروند ګرووژل سو اوڅلوربيګناه انسانان لاس تړلي بيولي دي .


د وردګو ولايت په سيداباد ولسوا لۍ کې تيره شپه امريکايانو په يوه کلي بريد وکړ اوهلته يي يوکور باندې چاپه واچوله اوديوتن ډاکټر په ګډون يي څلورتنه ونيول او همدې کلي ته نيږدي يوکروند ګر چې دشپې له خوايې په خپله کرونده اوبه لګولي وواژه .


 په سيمه کې عيني هدان وايې چې دشپې په يوه بجه امريکايان راغلل او ديحياخيلو کلى چې دپټان خيلو دکلي ترڅنګ پروت دي ترکلکې محاصرې لاندې راوست او بيا يي په همدې کلي کې بمباري وکړه په بمبارۍ کې هغه کس چې داوبو لګولو پرمهال بيل او لاسي چراغ ورسره وو دامريکايانو دړندو بمونه په واسطه سره وژل شوي دی.


 کليوالو ويل چې دوی ديحياخيلو کلي ته په دې پلمه راغلي وو چې دډاکټر په کور کې القاعده دي ولې نه القاعده وو اونه طالب امريکايانو دبمبارۍ په ترڅ کې دکليوالو باغونه په بمباريو ويجاړکړل او يوتن کروند ګريي وواژه او دڅوکليوالو باغونه او پټي يي په بمونه خراب کړل .


دهمدې پېښې دغندلو په مخه لسګونو قومي مشران ولايت ته راغلي وو ترڅو والي اوبهرنيو ځواکونو له چارواکيو سره وګوري . دوردګو ولايت چارواکيوياده شوې پېښه منلي  .