کور / شعر / غزل

غزل

 

ستونزې دي، ګاللو ته يوازې يم
ژونده! ستا پاللو ته يوازې يم


راشه ليونتوبه له دې ښاره ځو
ځم د غره ختلو ته يوازې يم


ستا لپاره تا له خدايه غواړمه
ستا د غم ژړلو ته يوازې يم


مرګ مې لكه سيورى رانږدې ښكاري
دغه حال ويلو ته يوازې يم


زما پښتون احساسه چې لاس رانكړې
ښه ده په شا تللو ته يوازې يم


د غبرګولي ۱۶مه، ۱۳۸۸ لمريز
لرغونى بلخ