کور / نثر / نزارقباني دکليموپاچادي/دريمه برخه

نزارقباني دکليموپاچادي/دريمه برخه

 


نزارقبانې لکه څرنګه چې مو په سر کې یادونه وکړه شعر یې له مندرونونه راویست اولکه دګرمې ډوډۍ یې په خلکووویشه دهغه په شعر هرلوستی اونالوستی پوهیده ، دهغه دشعر یوه ځانګړنه داهم وه چې هرچا به ولوست فکر به یې کووچې نزارقبانې دده له نفسیاتو غږیدلې او تصویرونه یې همداسې جوړکړي لکه ده چې یې غوښتل دلته خپلې معشوقې ته وایې چې داخلک ډیرې پوښتنې کوې ، خوچې ته وارخطانشې دهرې پوښتنې لپاره ورته ځواب هم وایې  نزارقبانې په دې شعر کې عاطفه او تصویرونه سره داسې ګډکړې چې بیلیدل ېې ناشونې دي راځې چې ددغه شعر ژباړه وګورو که څه هم شعرنه ژباړل کیږي
زماملګرې!
که یې کومې ورځې
زما په اړه باندې وپوښتلې
فکر ونه کړې ګرانې
ښه په ښکاره ورته داوویه
( چې زه یې خوښه یمه … خوښه یمه ..ډیره خوښه )
زما ماشومې…!
که ېې په کومې ورځې ورټلې
چې داوریښمین ویښتان دې څله لنډ کړل
دغه دعطرو اوعنبرو شیشه
چې دې ترډیرې مودې وساتله
څله دې ماته کړله
هغه کټ مټ لکه زموږ دهیواد اوړي غوندې
چې به یې سیورې اواوږمې ویشلې
ته ورته ووایه (ما ځکه لنډ کړل
دچا چې خوښه یمه
لنډ یی خوښ دي)
وازما میرې
زه او ته چې دواړه
په شمو ګډ شو او نڅا وکړو
اوپیانو مو بیا دسترګو رپ کې
اور او لمبه کړې دواړه
اوستا ګمانونه ټول زما په څنګل
پرپرکي غوندې
پروازته څک دي
نوته دې خپله نڅا
په ارامۍ پای ته ورسوه
ځان سره دغه زمزمه په ټول غرورکوه
( خوښه یې یم … خوښه یې یم .ډېره خوښه.)
ګرانې! که کومه ورځ یې ووی درته
چې زه کنیځې اوماڼۍ نلرم
زه دالماسو غاړکۍ نلرم
چې ستا کوچنۍ غاړې تی واچوامه
زما وروستنۍ اولومړنۍ مینې
په ډېره زغرده ورته داسې ووی
همدغه بس دی چې پرې


 ( ګرانه یمه…ګرانه یمه )

 


هغه په شعر داسې کلیمې شاعرانه کړې چې پخوایې تردې تصورنه کیده هغه دیواوږد نظم په یوه برخه کې دټلیفون زنګ ا وټلیفون ته داسې څه لیکلې چې انسان فکر کوې دغه ټلیفون یوماشوم دي ژاړې او موریې په خپله سینه پورې جوخت نیولی وي نزراقبانې په شعرکې دکلیمواو اشیاووترمنځ دومره ژورې اوپیچلې اړیکې رامنځ ته کړې چې هیڅ ګمان نه کیږې دغه کلیمې دې د دغه شیانو لپاره سمبولونه وې هغه د مینې شاعر وو هر کلیمه یې دشاتو دمچیوکوټنۍ وه چې په هرموسم کې به ترې دشاتو ویالې روانې وې
ته به کله لاپوهیږې
چې مین یم په تا څومره
دغې مینې ته دې ګرانه
که دې لیمو ته سمندروغواړم
نو څاڅکی به یې توی کړم پکې
او که دې ورغوې ته دې لمر وغواړې
درته راکوزبه یې کړم
درسره مینه لرم
په سپینووریځو به یې ولیکمه
ونو ، مرغوته بی کیسه وکړمه
داوبو پرمخ به یې انځورکړمه
جام اوپیالوته به یې واړوومه
وکښلې تورې !
درسره مینه لرم
که زما وینه دې هم تویه کړله
دغه دنیا او په همدې دنیاکې
ټول توکي پلورم
کیسې څه نوم درباندې کیږدمه
درسره مینه لرم
خو ته داهڅه وکړه
راسره مرسته وکړي


چې انقلاب پا څوي
نوکینولی یې شي
هغه تړلی شي ور
چې پرانستلی یې وي
چاچې بل کړی وي اور
نویې وژلې هم شي
ته خو مې وینې چې زه
دمحبت دریاب ډوب کړی یمه
څپې مې هیلې خورې اوبیرته یې توکي
زدې د څومره وعدو
په تکل ووتم خو هیڅ هم نه وه
څومره خوشاله وم چې  وبه اخلمه دغه جامي
اوڅومره هیلی ومه
چې ته به خامخا ما
دنڅا تود میدان ته وغواړې
اوزه به حیران یمه چې څنګلې به مې
ستا دوجود په کومه برخه باندې واچومه
هله راوګرځه ژر
چې لتا وروسته ګوره یو ه غاړکی
پړق نه وهي نه ځلیږي
اوعطرونه مې هم خپل لوښوکې ونه موندل
ښیشت مې دچا دی وریشم چا ته فرش شول
او له مودور اهیسي
مې زلفې چا ته جوړولې اشنا
هله راوګرځه چې
زما داژوند اوس هيڅ مانا نلري
چې ته په دې نړۍ کې نه یې کنه