کور / اسلامي / دټاکنو په درشل کښي د هر افغان اسلامي دنده

دټاکنو په درشل کښي د هر افغان اسلامي دنده

هرهغه څوک چې سمت پالنه،ټبر پالنه او ژب پالنه کوي د ريښتينو مسلمانانو او افغانانو د رايو څخه برخمن کيداى نشي،ځکه هغوې د ملت عامه ګټو په لټه کې نه ،بلکه د خپلو شخصي ګټو په لته کې دي.


درنو هيوادوالو د تاريخ په دې حساس وخت کې چې د ننګونو او آزميښتونو څخه ډک دى هر يو ريښتيني مسلمان او افغان ته ښايي چې خپل هريو ګام په ډېر احتياط او خوښيارتيا سره پورته کړي.په دې باندې موږ او تاسو ښه پوهيږو چې په دې دنيا کې هرهغه عمل او کړڼه چې د اسلام سپيڅلي دين او ارشاداتو سره سمه ترسره شي د اخروي او عبدي دنيا د بريا سبب کيږي،ولې هر هغه څه چې د اسلامي ارشاداتو او لار ښوونو خلاف ترسره شي بې شکه چې هم په دې دنيا او هم په آخرت کې تور مخي او ذلت لري.


نو راځۍ چې د هيواد په دې حساس او ارزښتناک پړاو کې د ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو ټاکنې دي په ډېرې زيرکتيا سره ددې جګړه ځپلي،کونډو او يتيمانو ټاټوبي لپاره په اسلام او هيواد مين شخصيت ته رايه ورکړو،څو د اوسنيو ستونزو او کړاوونو څخه خلاصى ومومو،ځکه د يو مسلمان او په هيواد مين کس په ټاکلو سره الله تعالى(ج) او د هغه رسول(ص) رضا کيږي او په دې توګه خپله ايماني او وجداني دنده ترسره کوو ،نو پرته له شکه چې په دې کار سره موږ د څښتن تعالى د نصرت برخمن کيږو.


نو کله چې موږ د دواړو جهانونو باچا رضا ترلاسه کړو نو ښکاره خبره ده چې بريا او سر لوړي زموږ په نصيب ده.


دات يوه جوته خبره ده هرهغه څوک چې د الله تعالى د رضا پرته دخپلو شخصي موخو لپاره مال ،دولت او ځان قربانوي د الله (ج) پر وړاندې هيڅ کوم اجر او ثواب نلري او دېر ژر ده چې د څښتن تعالى په قهر او غضب اخته شي.


همدا راز هرڅوک چې د خاينانو پلوى کوي پرته له شکه چې د هغوې په خيانتونو او ګناهونو کې خپل ځان شريکوي او په لوى لاس ځان د الله تعالى (ج) له رحمته محروموي.


يو وار بيا هم وايم د خپل رايو په کارولو کې ډېر پام وکړې،ځکه که چيرې موږ او تاسو داسې يو څوک غوره کړو چې د اسلامي شريعت سره سم خپلو کړو وعدو ته ژمن پاتې شي دا زموږ يوه ستره لاس ته راوړنه وي او که خداي(ج) مکړه داسې يو څوک و ټاکو چې په خوله يو څه او په عمل کې بل څه کوي نو دا به يوه لويه ختا وي،ځکه دا دنيا يا يوه ټاکلې جغرافيايي سيمه لکه يو هيواد د کښتۍ بيلګه ده،که چيرې کيښتۍ مو د منزل په لوري سمه روانه وي نو پرته له شکه خپل مقصود منزل ته به ورسيږو او که چيرې دغه کيښتۍ په بل لوري سمه وي نو خداى(ج) مکړه سمندري څپې به مو خواره واره او د سمندر تل ته کښته کړي نو بيا به مو هيڅ په وس نه وي.


هم به خپله له منځه لاړ شو او هم به د خداى(ج) د ستر آزميښت سره مخ شو چې هلته د بيا د دې دنيا په څير د تيښتې لار نشه يو خداى(ج) دى چې قضاوت به کوي بډې ،واسطه،پيژند ګلوي،ټبر ،شتمني او د کورنيو غړي مو لاس نيوى نشي کولاى.


درنو هيوادوالو لکه څرنګه چې مې په پيل کې د اسلامي لار ښوونو سره سم هغو ټولو نوماندو ته خبرتيا ورکړې چې په ناوړه او غير شرعي توګه به لا رايو څخه برخمن نشي،نو هيله مند يم چې موږ تو تاسې هم ډېر زيرک ووسو او خپلې رايې د اسلام سپيڅلي دين په رڼا کې و کاروو.


د يو سوکاله،هوسا،خپلواکه،سرلوړي او نيکمرغه افغانستان په هيله.


په درنښت