نامعلومو كسانو د پښتونخوا په نيمه قبايلي سيمه آدم خېل دره كي د نجونو يوه ليسه په بمونو الوزولې ده.
دا په تېرو دوو اونيو كي د نجونو دوهم ښوونځى دئ چي په نوموړې سيمه كي تر حملې لاندي راځي.
د آدم خېل درې يوه اوسېدونكي بي بي سي ته وويل دغه پېښه نن سهار له ښاره څلور كيلومتره ليري د شيرا په سيمه كي رامنځته سوې ده.
د دغه كس په وينا په ياد سوي ښوونځي كي د يكشنبې په سهار پرله پسې لس چاودني وسوې چي له امله يې د ښوونځي اته درسي خوني په بشپړه توګه نړېدلي او دوې نوري سر سري زيامني سوي دي.
د پښتونخوا ايالتي چارواكي وايي تر سوات وروسته آدمخېل دره هغه سيمه ده چي په زيات شمېر ښوونځي پكښي نړول سوي دي.
د چارواكو په وينا په آدم خېل دره كي نامعلومو كسانو د نجونو يو كالج، پنځه ليسې او ۱۶ متوسطه ښوونځي تباه كړي دي.