کور / تازه خبرونه / زابل: چارواکي طالبانو ته د مرګژوبلي ادعا کوي

زابل: چارواکي طالبانو ته د مرګژوبلي ادعا کوي

د زابل امنیتی چارواکی وايي چې د یولړ ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې يې لسګونه طالبانو ته مرګ ژوبله ور اړولې ده د چارواکو په خبره ددې عملیاتو په ترڅ درې تنه پولیس هم وژل سوي دي 

د زابل امنیتي چارواکي وايي چې نن د یکشنبې۱۷-۳-۱۳۸۸ په ورځ يې پدې ولایت کې له ایتلافي ځواکونو سره په ګډو عملیاتو کې تر شلو ډیر طالبان وژلي او لسګونه نورټپیان کړی دي .

امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالرحمن سرجنګ وايي چې افغان او ایتلافي ځواکونو نن سهار پر پنځه بجې د مرکز کلات اړوند د سرخګانو په سیمه کې د وسله والو طالبانو پر ضد عملیات پیل کړل چې د ماپښين تر دوو بجو يې دوام درلود.

سرجنګ زیاته کړه چې په عملیاتو کې هوايي ځواکونو هم برخه درلوده، چې په ترڅ کې یې تر شلو ډير وسله وال وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي

سرجنګ وايي چې د لسو تنو وسله والو طالبانو جسد ونه يې مرکز کلات ته د پيژندني په موخه را انتقال کړي دي

ده وویل چې په دې عملیاتو کې د ماین په یوه چاودنه کې درې تنه پولیس هم وژل سوي دي . 

که څه هم د زابل امنیتي چارواکي په زابل کې د لسګونو طالبانو د مرګ ژوبلې ادعا کوي خو وسله والو طالبانو لا تراوسه پدې اړه رسنیو ته څه ندي ویلي.