کور / تازه خبرونه / مولانا فضل الرحمان د سوات د عملياتو مخالفت وكړ

مولانا فضل الرحمان د سوات د عملياتو مخالفت وكړ

د پاكستان د ايتلافي حكومت غړو پر حكومت فشار اچولئ چي د مولانا فضل الرحمان څخه د سوات د عملياتو سره د مخالفت په باب سپيناوى وغواړي.

د ايتلافي حكومت غړي نيوكه كوي چي مولانا فضل الرحمان له يوې خوا د پاكستان د حكومت غړى دئ، له بلي خوا د حكومت د مخالفينو پلويتوب كوي او د سوات له عملياتو سره په مخالفت كي احتجاجي مظاهرې جوړوي.

د ايتلافي حكومت غړي وايي د سوات د پوځي عملياتو دوام د مركزي كابينې له خوا د رايو په اكثريت منل سوي او مولانا فضل الرحمان بايد د دې وضاحت وكړي چي څنګه له يوې خوا د حكومت ترڅنګ ولاړ دئ او له بلي خوا د حكومتي پاليسۍ مخالفت كوي.