کور / تازه خبرونه / حج او اوقاف:افغان حاجيانو مظاهرې نه دي کړي !

حج او اوقاف:افغان حاجيانو مظاهرې نه دي کړي !

چهارشنبه- 02-01-2008


 


په مكه مكرمه كي دافغانستان دارشاد حج او اوقافو وزارت لخوا دبعثه كميتي چارواكي  هغه خبرونه ردوي كوم چي ديوشمير رسنيو له لاري  خپاره شوي وو چي ګواكي په سعودي عربستان كښي افغان حاجيانو مظاهرې كړي دي .


په مكه مكرمه كښي دبعثه كمېټې رئيس مولوي اسرارالحق لراوبر سره په ځانگړې مركه كي وويل چي تيره ورځ يوشمير رسنيو ديوشمير ورانكارو كسانو له خولې خبرونه خپاره كړي وو چي گواكي به  په مكه مكرمه كي حاجيانو مظاهرې كړي دي . 


نوموړی وايي  چي تراوسه پوري هيچا مظاهره نه ده كړې او دا كسان چي رسنيو ته دحاجيانو به اړه دروغ خبرونه وركوي دهغه ډلو سره لاس لري كوم چي پخواكلونو كي يې   په سعودي كي يي دافغان حاجيانوكي اقتصادي گټي لرلي .
نوموړي زياته كړه چي دهغه كسانو لست يې پيداكړی دی كوم چي يې په تيرو كلونو كي دافغانستان دحاجيانو پر  سر سوداگرۍ كولې اومالونه حقونه به يې خوړل .
نوموړي  ويل  له ټولو دولتي اوشخصي رسنيو څخه غوښتنه كوي ترڅو دداسي پيښو او اوازو دخپرولو پرمهال به مكه كرمه كي دبعثه كميټې اوياهم به كابل كي دارشاد حج اواوقافو وزارت له چارواكيو سره په تماس كي شي . 


مولوي اسرار الحق مني چيه مكه مكرمه كي ديوشمير  افغان حاجيانو 45   ورځي وتلي اودویبايد كابل ته انتقال شوي وای. 


خو هغه ويل ي دي اړه دافغانستان ددولت لخوا دحاجيانو دليږ دكمسيون دچارواكيوسره تيره ورځ ناسته درلوده اوله هغه څخه يې په كلكه غوِښتنه كړې وه  ترڅو دحاجيانو پروازونه زيات اوډېر كړي ترڅو حاجيان له ستونزو اوكم خرڅيو سره مخ نه شي .
نوموړي وويل  چي دانتقالاتو كميسيون به په  دې اړه جدي كار كوي اوكوښښ به كوي ترڅو زيات سلايتونه واخلي او حاجيان ژر انتقال كړي . 


په جده كښي دكام اير هوايي شركت مسول كام گار وويل چي دنن ورځي ترپايه يې د4200  تنو په شاوخاكښي حاجيان انتقال كړي دي .
نوموړي وويل  چي په پروازونو كښي يې كوم ځنډ تراوسه نه دی راغلی او هره ورځ دوي دهماغه سكيجول له مخي پروازونه كوي كوم چي دوی ته وركړل  شوي دي .
نوموړي وويل  چي دجنوري دپنځمي نه وروسته به دوی هره ورځ 7  پروازونه ولري چي هره ورځ به 1260 تنه  حاجيان انتقالوي .
نوموړي هم وويل  چي يو شمېر كسان شته چي له حقيقته ليري  اوازې خپروي  .
په جده كښي دافغانستان دولت لخوا دانتقالاتو دكميسيون غړي اودباندنيو چارو وزارت دقونسلی چارو مشر داود پنجشيري وويل چي وركړل شويو سلايتونو له مخي دوی هره ورځ په عادي توگه پروازونه ترتيب كوي او دكام اير الوتكي حاجيان انتقالوي .
نوموړي وويل چي كه دوی ته  دسعودي چارواكو دزياتو پروازونو اجازه ور كړي نو دوي به زيات پروازونه كړي واي . 
ددې ترڅنګه په مكه مكرمه كښي يوشمېر حاجيان شكايت كوي چي دويی دبې خرڅۍ سره مخ شوي دي اوبايد ژرترژره انتقال سي .
دحاجي نورگل په نوم يوحاجي چي له كابل څخه راغلی وايي چي داسي كسان يې په كوټه كښي سته چي پيسې يي ختمي شوي اوله خلكو نه يې پور اخلي .
ددې تــــــــــــــــــــرڅنگ هغه شمېر حـــاجيان چي تراوسه پوري مدينې منـــــورې ته نه دي تللي شكايت كوي چي ددوی تراوسه پـــه مكه مكرمه كښي 35ورځي و تلي اوتراوسه نه دي انتقال سوي .
حاجي عبدالوكيل ويل چي بېگاه ته يې 35 مه ورځ پوره كيـــږي  چي مكه مكرمه كــــــــــــښي پراته دي اومدينې منورې تـــه نه دي تللي .
نوموړي وويل چـــــــي لاتراوسه معلومه هم نه ده چي كله به يــــــــــــــــــــــــــــې ا نتقال كړي .