کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / پنجاب وارختا دئ اپلتې وايي

پنجاب وارختا دئ اپلتې وايي

کله چې ناروغ د مرګي تبه ونیسي سربداله وي ، ګیچ وي ، ژبه يي ګونګړتې وي او په خبرو يي څوک نه پوهیږي او که ناروغي نوره هم مخې ته لاړه شي خبره لاسو پوڅو او اپلتو ته رسیږي .
د پنجاب واکمنانو د پاکستان حال هم همدغسې یو حالت ته رسولې ، د پېښو ورخ ترې اوبو وړئ ، وار يي ختا دئ او هر څه چې يي خولې ته راشي بېفکره او بې سنجشه يي بادوي .
د پاکستان سروزیر ښاغلي ګیلانې د ې ورځو کې بیا ویلي چې ترهګر دده په قول له ګاونډي افغانستان څخه پاکستان ته اوړي او کوم شرغوبل چې نن سبا د پنجاب د شوونیستي او میلیتاریستي سیاستونو له کبله په سیمه کې جوړ دئ ، پنجاب غواړي پړه يي بیا هم په بېخولې او ویرځپلي افغانستان ورواچوي.
په داسې حال کې چې پنجاب د افغانستان په وړاندې له هیڅ ډول ورانکاریو ، تورونو ، درواغو او ډنډورو څخه لاس نه اخلي خو د هغو په وړاندې د افغانستان رسمي مقامات سومآ بوکمآ او چوپه خوله دي او داسې بویه چې هرڅه سم ، خیر خیرت او سیمه ګل ګلزار ده . زموږ خپلواکې رسنۍ ، ورځپاڼې ، مجلې ، سایتونه او نورې وسیلې هم په دې اړه په نیشت وبوله ، خو د پاکستان ازادې رسنۍ هم د افغانستان په وړاندې په درواغ پاشلو کې د پنجابي دولتي رسنیو څخه څه کمئ نه لري .
د افغانستان دولتمشر کرزئ پاکستان ته د ورور او دوست هېواد خطاب کوی ، سره له دې چې د کرزي په خوله دوست او ورور هېواد په خپل شپيته کلن عمر او په تېره بیا په روستیو دېرش کلونو کې د افغانستان په ورانې او د افغانانو په وژلو کې کومه صرفه نه ده سپمولې .
افغانستان پخپله خاوره کې د ترهګرۍ یوه اډه او روزنغالئ نه لري ، نو له کومه ځایه به روزل شوي او پالل شوي ترهګر پاکستان او یا بل هېواد ته ولیږي . افغانستان داسې موخه هم نه لري چې د هغو د لاس ته راوړلو لپاره ترهګرو ته اړتیا ولري ، بلکې افغانستان خپله د رااستول شویو ترهګرو قرباني دئ .
د ۲۰۰۳ کال د یوې سروي له مخې په پاکستان کې د دیني مدرسو شمېر ۲۲۴۳۰ ته رسېده چې پکې له ۴۰۰ زرو څخه زیاتو طالبانو زده کړه کوله .
لاندې شمېرنو ته د لوستونکو پاملرنه رااړوم :
د ځای نوم            د مدرسو شمېر          د طالبانو شمېر
پنجاب               ۲۷۱۵                ۲۵۳۲۱۵
لاهور               ۳۵۶                ۴۷۶۳۴
ګوجرواله             ۱۵۴                ۱۷۴۳۷
راولپنډۍ              ۱۸۶                 ۱۹۳۵۸
فیض اباد            ۱۲۴                  ۱۱۳۰۰
سرګوده             ۱۶۴                  ۱۴۲۵۵
ملتان               ۳۶۳                  ۲۳۵۶۰
دیره غازي خان         ۳۹۷                  ۲۹۵۱۱
بهاولپور             ۹۶۸                  ۸۰۰۲۳
اوس پوښتنه دا ده چې پاکستان هومره دیني مدرسې د څه لپاره جوړولې او دونه طالبانو ته يي په کومه موخه اړتیا وه ؟
پاکستان دینې مدرسې او په هغو کې طالبان د ای ــ اس ــ ای د پلانونو پر بنسټ روزل . له دوی څخه يي له هند سره د کشمیر په جبهه او له افغانستان سره يي د ډیورند او د پښتونستان د خپلواکۍ د احتمالي خطر د مخنېوي په موخه د پنجابي اردو د زیرمه یز ځواک پتوګه ګټه اخیستله . بلخوا د دومره لوی زیرمه یز ځواک په درلودلو سره د پنجاب اردو په سیمه کې نه یوازې د پنجاب د ګټو بلکې د لوېدیځ د ګټو لپاره هم خدمت کاوه .
اوس چې د ای ــ اس ــ ای په لاس روزل شوي طالبان او چڼیان د پاکستان د ادعا له مخې چې وايي د دوی لپاره يي سرخوږي رامنځ ته کړې او ددې خبرې ریښتینولي ورسره افغانستان او هند نه منی او نوره نړۍ هم دې خبرې ته د امریکا او انګریزڅخه پرته د شک په سترګه ګوري ، د پاکستان سروزیر ګیلاني يي د روزنې او پالنې او پاکستان ته د استونې پړه او ملامتیا پر افغانستان وراچوي او بلخوا پرویز مشرف اروپا ته خپل روستي سفر کې د الماني شپيګل مجلې سره په مرکه کې ، دې پړه کې هندوستان هم شریکوي .
مشرف شپيګل سره په مرکه کې وايي :
« که چیري نړۍ غواړي سیمه کې له ترهګرۍ سره ټينګه مبارزه وکړي ، باید هند هم له پامه ونه غورځوي » او یا داچې زیاتوي « موږ په دې توګه د یوه دښمن په وړاندې له بل دښمن څخه ګټه پورته کوو . » د مشرف له یوه دښمن څخه موخه ترهګر او له بل دښمن څخه هندوستان دئ . مشرف دلته په سپین سترګۍ او بېشرمۍ سره په مستقیمه توګه د هند او په نامسقیمه توګه د افغانستان په وړاندې د ترهګرو له روزلو څخه ملاتړ د پنجاب حق بولي .
د پنجاب واکمن ددې لپاره چې پاکستان کې د ترهګرو روزنه او پالنه روا او په حق وښۍ ، پاکستان کې د افغانستان او هم د هند لخوا د خیالي خطر ډار تل ژوندئ ساتي .مشرف د شپيګل سره په مرکه زیاتوي « هند په بلوچیستان کې له بلوڅو اورپکو څخه ملاتړ کوی او د پاکستان له امنیتي ځواکونو سره مبارزه کوي »
پنجاب کټ مټ لکه د امریکي پخواني ولسمشر بوش چې په عراق يي د خپل یرغل لپاره د اتومي وسلو شتون پلمه کړه ، په پاکستان کې د ترهګرو د روزلو د اړتیا دلایل ، د افغانستان او هند له لوري په خیالي خطر سره توجه کوي .
خو بلخوا د پرویز مشرف او یوسف ګیلاني روستۍ ادعاوي ، په پاکستان کې د پېښو د بهیر نور لوري هم په ګوته کوي . پاکستان د ترهګرو په پیاوړتیا او روزنه کې اوس خپله دومره مخې ته تللئ چې ځان يی د پښتو د هغه مشهور متل یوخوا ته پړانګ او بل خواته ډانګ په برید کې ښکېل کړئ دئ . که پاکستان د افغانستان او هند له ډاره ترهګر روزي او پياوړي کوي او ځان پرې ساتي خو نن ورته همدا ترهګر د ګور چینجي شوي او پاکستان به خوري .
لاسنجلس ټایمز لیکي چې د سوات له درې څخه د بي ځایه شویو دغو کسانو شمیره د نړۍ په کچه د کورنیو بي ځایه شویو کسانو تر ټولو غټه شمیره ده.
لاسنجلس ټایمز د پاکستان د کورنیو چارو له پخواني وزیر آفتاب احمد خان شیرپاو څخه په نکل لیکي چې که چیرته مرکزي دولت له بي ځایه شویو کورنیو سره مرسته و نه کړي هغوي به ډیر ژر په بلواوو او مظاهرو لاس پوري کړي.
شیرپاو وایې چې ډیری زیانمن شوي سواتیان پښتانه دي او دروند تاون هم همدغو پښتنو ته اوښتی دی .
د پاکستان کراچي په ښار کې په یوه اونۍ کې د تاوتریخوالي په جلا جلا پیښو کې ۳۰ کسان وژل شوي دي.
رپوټونه وایې چې وژل شوي زیاتره کسان د سیاسي ګوندونو غړي دي.
د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري د کراچۍ په مقاماتو غږ کړی چې د دې وژنو مخه ونیسي
د کراچۍ پولیس وایې چې دغه جګړې د دوو اردو ژبو ډلو تر مینځ رواني دي چې پرون هم د دغو ډلو پلویان له یو بل سره ونښتل.
دغه دوه ډلي متحده قومي غورځنګ او بله د مهاجرو قومي غورځنګ نومیږي چې مشران یې له هیواد څخه بهر ژوند کوي.
د رزمک کیډټ کالج څلورو سوو نه زیات زد کوونکي د دو شنبې په ورځ نا وخته د نا څرګندو کسانو له خوا اختطاف شول .دوی د میران شا ه نه بنو ته په لاره وو چې د بکاخیلو په سیمه کې ترۍ تم شول .دا زدکوونکي په دېرشو موټرو کې سپاره وو،او یوازې ددوی دوه موټرونه بنو ته رسیدلي دي .
همدا شان د پېښور په کانټيننټال هوټل کې روستۍ پېښه او په پاکستان کې هره ورځ د مرګ او ژوبلې خبرونه د پاکستان راتلونکې ګواښولئ شي .

که پنجاب اوس هم د ترهګرو پر ضد مبارزه یوازې د خپلو اقتصادي او سیاسي موخو لپاره کاروي او په دې جګړه کې ریښتینئ ونه وسي ، ډېر ژر به د هېواد په کچه د نیستۍ ګړنګ ته ورشېوه شي !
مرادزئ
اخځونه :
ــ بېنوا بریښناپاڼه
ــ د احمد سعیدي له لیکنې څخه
ــ ویسا بریښناپاڼه

تبصره نسته

  1. Dr Saib muhtarama

    dery ogdy lekeny kawaii ao laka che der wakhth prey ham masrafwey kho
    AFSOOS ao bia ham AFSOOS che da lekeny de da Allah da raza da para ao da hagha da Deen da difa pa lara ke kawalai soomra kha khabara ba waiii
    zaa na poigum che waly doomra zahar larey da islam ao musalman da noom sara
    faqat da de pa inthezar ye che sa wakhth da musalaman na yawa ghalaty oshy ao ta werpesy qalam rawahkly ,ka yaw muslaman koma ghalaty oky ,da de dey manna na da che tool muslamnan ao ya ham islam ke da aib day
    Sa Fikar kawai che sa ba hasil kai da de lekelo na .Neeka de tafseer lekely day,ao taa ham hagha khlko pesy raghasty da che hagha werta tafseer lekely wo,
    Raweekh sha ,da 2009 kaal day,1970 na day che sta pa lekeno ba moong communistan sho .ka zma manai no wos ham wakhth day theer sha da de lekeno na ao islam ao musalmanano ta ghaig praneeza .ao ka taso wayee che tasy yawazy pakistan ao arab yadawaii, no da hadis ba derta owayum che wayee,,
    INNA MAL MOMINONA IKHWATHOON. na ye de waily che inna mal AFGHANIOINA ikhwaton ao ya ham PUKHTHANIOINA ikhwathon.
    Allah ba derna da har harf che leky ye ,pukhthana kawee,, ao bia ba dersra goora jawab na ye,satt ba garaiii zaka che moong
    nashee qaney kawalaii no hagha RAB ba sanga qaney ke
    Allah de maa ao taso ao toolo musalmanano ta HIDAYATH okry
    Ameen

  2. مرادزﺉ صیب په قلم او په لیک دی برکت شه.
    ډیره ښه شننه مو کړی ده او باید ټول پښتانه او افغانان لیکوالان نړﺉ د پنجاب او د هغه په مسلمانی څادرو کې پټ ملګري په ډاګه کړی. او لکه ستاسو په څیر دی ځپلو وطندارانو ته لاره سمه کړي. د اسلام د پاره خو په لسګونو ټیليوژنی چینلونه او د عربو په پیسو د ډکو جیبونو خاوندان لګیا دی شپه او ورځ د عربی او پنجابې ترهګرو دفاع کوي.
    یوه واری بیا الله دی ډیر ډیر اجرونه درکړي.

  3. Faiq yosufzai wrora allah de okry che rogh wo jhorh ba wey.
    Faiq khana Ajar sa sta pa koor ke pakh showey HALWA na da che dera dera ye chata werkry .ao mufta kalazy saok ajar ham na she akhestai .bayad yaw sa okry che pa badal ke derta ajar derkral shee.
    1-da allah ibadat oka che allah derta ajar derky
    2-da allah da bandagano omoman ao da musalmanano khosan khidmat oka .Mali, Badani, Qalami .ao Aqeedawee, che allah derta ajar derky
    3-pa khkara musalmanano ta pa yaw nama ao bal nama kanzel kawai, ao ajeeba kho da da che ajar ham ghowary
    4-Da hidayat dowa oghwara da allah na tooolo ta
    allah de mata ao tata ao toolo ta hidayat werky,
    ameeen
    stasy wror .

  4. حب الوطن جز الایمان. only dogs on the earth do not care for other dogs among all the creations of Almighty Allah. اعدلو هو اقرب للتقوا. look back to the 30 years history of Afghanistan and Pukhtoons and you will see how Arabs, Chechen, and Punjabies are slaughtering my brotheren Pukhtoons and Afghans. Dr Muradzai has only highlighted their develish conspiracies against my innocent nation. Has an Arab given a visa to an Afghan just for being Muslim. Why are Arabs not spending money on muslim Afghans instead of depositing it in USA banks or spending on the philipinees girls???