کور / تازه خبرونه / افغان ملت ګوند د ډاکټر اشرف غني د ملاتړ خبرونه رد کړل

افغان ملت ګوند د ډاکټر اشرف غني د ملاتړ خبرونه رد کړل

لراوبر ته د افغان ملت ګوند لخوا په رالېږل سوې خبرپاڼه کي هغه خبرونه رد سوي چي ګواکي نوموړی ګوند په راتلونکو ټولټاکنو کي ډاکټر اشرف غني احمدزي ملاتړ کوي .

خبرپاڼه په دې اړه وړاندي داسي ليکي :

په ياد شوي خبر كې چې په يو بل ډول يې د اړولو هڅه شوې وه كه ښه ورته زير  شو دا خپله ددې ښودنه كوي، چې په افغان ملت ګوند كې هره پريكړه او تصميم په ډيموكراتيكه توګه د ګډ تفاهم له لارې نيول كېږي. په دغې غونډې كې چې دروان كال د غبرګولي په شپږمه نيټه دافغان ملت ګوند په مركزي دفتر كې وشوه، پر مطرح كانديدانو او دهيواد په اوسنيو سياسي حالاتو باندې تر يو اوږده بحث وروسته ددغه ګوند دمشرتابه شورا له ۳۲ تنو څڅه چې په غونډه كې حاضر وو ۲۸ تنو يې په را روانوولسمشريزو ټاكنو كې د ښاغلي حامد كرزي په ملاتړ رايه وركړه، درې تنو د ښاغلي  ډاكټر اشرف غني په پلوۍ رايه وركړه او دوه تنه نور بي پلوه پاتي شول.


د يادوني وړ ده چي د افغان ملت ګوند دارالانشا نننۍ خبرپاڼه د هغو خبرونو په ځواب کي خپره سوې چي پکي ويل سوي وو  چې د غبرګولي پر شپږمه نېټه، د چهارشنبې پر ورځ په کابل کې د افغان ملت د ګوند عالي شورا د ډاکټر احدي په مشرې غونډه وکړه.
په دې غونډه کي ډاکټر احدي ويلي وو چې د جمهوري ریاست له ټاکنېزو سیالیو نه دده د ګوښه کېدا لامل مالي ستونزې، د امریکې له خوا د ولسمشر کرزي ملاتړ او د ټاکنو د پروسې نه شفافیت وو.
د افغان ملت ګوند افتخاري مشر ډاکټر محمد امین واکمن د هغه په ځواب کې ويلي و چې له ټاکنیزو سیا لیو نه دښا غلي احدي د وتلو دلایل معقول نه دی. ده له ټاکنیزو سیا لیو نه د ښا غلي احدي تیریدل سیا سي انتحار وبا له.
دعالي شورا یو شمیرغړیو د کرزي د بیا ټاکل کېدو ځینې شواهد بیان کړل او د کرزي د ملاتړ ننګه یې وکړه.