کور / تازه خبرونه / زابل: دولت وايي دتیري یوی اونۍ په ترځ کی ۴۰ طالبان وژل شوی دی

زابل: دولت وايي دتیري یوی اونۍ په ترځ کی ۴۰ طالبان وژل شوی دی

پيزوان


 


دزابل امنیتي چارواکی وایی چی دتیري یوي اونۍ په ترځ کی یی دبهرنیوځواکونوسره په ګډوعملیاتو کی د څو سیمه ایزو قوماندانانو په ګډون ترڅلویښتوزیات وسله وال طالبان وژلی لسګونه نوریی ټپیان کړی اویوشمیریی ژوندي نیولی


دزابل امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالرحمن سرجنګ چی نن سه شنبه یی یوی مطبوعاتی غونډی ته خبری کولي وویل داعملیات یی دزابل په اړوندو لسوولسوالیو کی دوسله والو مخالیفینو دلمینځه وړلوپه موخه پیل کړی دی .


سرجنګ زیاتوی چی په عملیاتو کی یی دیی دوسله والو طالبانو دوسلو اومهماتو یوشمیرزیرمي له مینځه وړی اویوه اندازه سپکی اودرني وسلي یی په لاس راوړي .


خوقاری یوسف احمدی چی خپل ځان دوسله والو طالبانو ویاند بولي دیونامعلومه ځایه دټلیفون پرکرښه داړانده عملیات وبلل نوموړی وایی په دغه عملیاتو کی دووی یوازي پینځه جنګیالي وژل شوی اوپاته نورملکی وګړی دی خوزیاتوی چی دتیري یوی اوني په ترځ کی یی افغان اوبهرنیوځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اړولي ده .


نوموړی وایی دزبل په شنکی شملزو میزانه اوارغنداب ولسوالیو کی یی په مخامخ بریدونو اوچاودنو کي ترپینځوسو ډیر کورني اوبهرني سرتیري وژلې دي.


خودزابل امنیه قوماندان په تیره اونۍ کی یوازی دپینځوپولیسو مرګژوبه ومنله اوپاته نوریی رد کړه .


د یادولو وړ ده چی په زابل کی د خپلواک ادارو او رسنیو لپاره ګرانه ده چې د جګړي له سیمو څخه د مرګ ژوبلی کره شمیره تر لاسه کړي