کور / تازه خبرونه / د قومونو شورا: نا امني ټولټاکنو ته ګواښ دى

د قومونو شورا: نا امني ټولټاکنو ته ګواښ دى

خوست كې دقومونوپيوستون شورادراتلونكوټاكنولپاره دامنيت نه شتون جدي ګواښ وبالۀ. 


پدې خبري غونډه كې دنوموړي شوراد رئيس غازينواز تڼي اوددۀ د دووتنومرستيالانوترڅنګ يوشمېرقومي مشرانواودكورنيواوبهرنيو خبري رسنيواستازوګډون كړى ؤ.ياده شوې غونډه نن په(2009-06-10) نېټه دسهارپه نهنيموبجوپيل پيل شوه.په سركې دقومونوپيوستون شورا رئيس غازي نواز تڼي خبرې وكړې .نوموړي پدې وروستيوكې دافغانستان دجنوبي اوجنوب ختيځو ولايتونوامنيتي وضع داندېښنې وړ وبلله اوويې ويل چې پدې ولايتونوكې دټولټاكنودراروانې پروسې لپاره هېڅ تدابيرندي نيول شوي .غازي نوازپخپلوخبروكې وويل چې كه چېرې دولت امنيت ته جدي پاملرنه ونكړي نوراتلونكي ټولټاكنې به نه يوازې داچې دامنيت دنه شتون له امله بېخونده وي بلكې شفافې به هم نه وي .
نوموړي پدې اړه وويل چې ددوى دمالوماتوله مخې په ځينوسيموكې درايې اچونې مالوم شمېركارتونه په قانوني ډول جوړشوي خوله هغې څوچنده زيات په غيرقانوني ډول جوړشوي .
نوموړي پدې اړه وويل ((دخوست ولايت دصبريوپه ولسوالۍ كې دراى اچونې۲۹۰ كارتونه په قانوني ډول جوړشوي خوله بلې خوا يو،يوتن دښځوپه نوم باندې په غيرقانوني ډول په سلګونونه بلكې په زرګونوكارتونه غيرقانوني جوړكړي))دغازي نوازپه خبره كه چېرې دولت اونړيواله ټولنه امنيتي څرنګوالي ته جدي پاملرنه ونكړي نوبې له شكه چې راتلونكي ټولټاكنې به له درغليوڅخه ډكې وي .
نوموړي پدې اړه زياته كړه چې دامنيت په نه شتون كې به درغلۍ زښتې ډېرې ترسره شي اوكه چېرې دولت اونړيواله ټولنه پدې اړه جدي ګامونه پورته نكړي نوموږبه په راتلونكيوټولټاكنوكې برخه نه اخلواوخپل بايكاټ به اعلان كړو.
ددۀ له خبرو وروسته دبېلابېلورسنيوژورنالستانوپدې اړه پوښتنې وكړې اودغازينواز لخواورته ځوابونه وويل شول .
نوموړي ديوشمېرپوښتنوپه ځواب كې وويل چې دخوست ولايت په ليري پرتوولسواليولكه باك اوصبري ،سپېره ،قلندر،ګربزو اويوشمېرنورو ولسواليوكې به دامنيت دنه شتون له امله خلك دېته زړه ښه نكړي چې په ټولټاكنوكې برخه واخلي .
نوموړي ددې پوښتنې په ځواب كې چې دامنيت په خونديتوب كې خوقومونه هم ډېر رول لري ،نوقومونوپيوستون شورابه داربكيوله لارې دامنيت لپاره كوم ګامونه پورته كړي ،وويل چې پخوابه دقومي مشرانوډېرقدركيدۀ اوپه پخوانيودولتونوكې لكه دسرداؤداوظاهرشاه په وختونوكې ديوقومي مشرخبرې ته په دولت كې په درنه سترګه كتل كيدل .
ددۀ په خبره چې اوسمهال درښتينوقومي مشرانوخبره نه منل كيږي ،دالامل دى چې دپيوستون اويووالي كارونه ټكني شويدي .
دقومونوپيوستون شورابې شمېره قومي اوسيمه ييزې غونډې جوړې كړي اوداداري فساد،ظلم ،تيري ،دامنيت دنه شتون ،دقومونوديووالي اونوروبرخوكې يې خپل غږونه پورته كړي ،خودالومړى ځل دى چې په خوست كې يې يوه بيړنۍ خبري غونډه ترسره كړه اوترڅ كې يې له دولت اونړيوالې ټولنې څخه دامنيت دخونديتوب جدي غوښتنه وكړه .