کور / تازه خبرونه / بنو: تر ٧٠ ډېر طالبان وژل سوي دي

بنو: تر ٧٠ ډېر طالبان وژل سوي دي


پاکستاني چارواکي وايي په بنو کي يې تر ٧٠ زيات مخالف جنګيالي وژلي دي.


د پاکستان پوځي سرچينې وايي دغه عمليات يې نن دوهمه ده چي د بنو په جانيخېلو سيمو کي د طالب جنګياليو پر ضد پيل کړي دي.


د پاکستان د پوځ وياند جنرال اطهر عباس وايي په دې عملياتو کي يې د طالبانو پر ضد په توپخانه سمبال پليو پوځيانو او او د هوايي ځواک څرخکو برخه اخيستې ده.


پوځ وايي دغه عمليات يې د رزمک د کيډټ کالج د تښتوونکو پر ضد پيل کړي دي، چي حکومت له سيمي څخه د وتلو ضرب الاجل ورته ټاکلى وو، خو دوى ونه وتل.


نن د چارشنبې په ورځ په جانيخېلو کي پر تګ راتګ بنديز لګېدلى وو او د ځايي اوسيېدونکو په وينا د سپکو او درنو توپونو ږغونه اورېدل کېږي.