کور / تازه خبرونه / دشريعت ږغ راډيو يو وار بيا په خپرونوپيل وكړ

دشريعت ږغ راډيو يو وار بيا په خپرونوپيل وكړ


 له مودې وروسته يوواربياله کابله ديوازنۍ خپريدونکې راډيو (شريعت ږغ ) ترانې دخلکوترغوږونوورسيدې په دومره توپيرچې داوارسيمه ايزه نه بلکې نړۍ ته دانترنټ په مټ له ناڅرګنده ځايه خپرونې کوې داسې چې شعارونه يی دشراوفساددجګړې پرځای اوس د راډيو يوه همکار سيد عبدالله نظامي په وينا دصليبې لښکروپه وړاندي دجنګ اودازادۍ په ټکو تاوده دي.


د شريعت غږراډيوهمکار عبدالله نظامي له يوه ناڅرګند ځايه لراوبر ته وويل چي سيمه ايزي ايف ايم راډيو ګاني او شريعت ږغ راډيو دسياسي تبصيرودمنځ ټکي داځل دپاټکيانواوشراچونکو جنرال دوستم ،استادرباني ،احمدشاه مسعوداودشمالي ټلوالې پرسر تم نه دي بلکي دکرزي حکومت ، يرغل ګرځواکونه ،فدايی بريدونه ،دمجاهيدينوبری هغه څه دې چې له پخوانيوټکوسره يوڅه په توپيردي ترانوهم بدلون کړی .


نوموړی وايي به په ترانو کي ويل کېده چي توره واخله او په کابل پام کوه :


((واخله زلفقارلاس کې خيژه په دل دل باندې   وه طالبه ګرانه پام کوه کابل باندې ))
په اوسنۍ شريعت ږغ راډيو کي ددې راډيو د مسول په وينا هماغو ترانو خپله بڼه اړولې ده ، نوموړی يې يوه بېلګه داسي وړداندي کوي :


(( کمربندټوپک مې راکه
قافله راځنی ولاړه
موری کلکه دعا وکړه
بريالی په دين مي غواړه)


که څه هم طالبانو پخوا هم په ځينو سيمو کي د کوچنيو ايف ايم ستېشنونو په مرسته راډيوي خپروني کولې خو دا ځل يې د ايف ايم تر څنګ د ټولي نړۍ په کچه د شهامت ډاټ اورګ له لاري د شريعت ږغ راډيو د پرانستلو خبر خپور کړ .


ښاغلی نظامي چي ددې راډيو سره د همکار په توګه کار کوي لراوبر ته وويل چي په دې لنډو راډيوي خپرونو کي تر خبرونو تر څنګ ترانې هم خپروي چي دده په وينا دځوانانوداحساس پارونې لپاره زمزمه کيږي.


طالبانو د خپلي واکمنۍ په وروستيو کي د الاماره په نوم ويبپاڼه پرانستله ، دا ويبپاڼه که څه هم ځيني وختونه د هوا له څپو وتلې وي خو بياهم د طالبانو او هغوی د جنګي لاسته راوړنو په اړه په پرله پسې توګه خبرونه ، د طالب مشرانو اعلاميې ، پيغامونه او يو شمېر مقالې خپرولې .


د پښتونخوا په لويو او وړو ښارونو کي د طالبانو د جنګي مستندو فلمونو چي زياتره يې په غير فني ډول عکاسي سوي دي بازار له هماغه پيل څخه خورا ګرم دی ، طالبان پر کورنيو او بهرنيو سرتېرو د بريد پر مهال د جګړې کليپونه اخلي او بيا يې د ترانو او خپلو پيغامونو  سره يو ځای بازار ته وړاندي کوي .


د کارپوهانو په وينا طالبان د وسلې جګړې تر څنګ د خبرو جګړې ته هم پوره پام کوي او غواړي دخبرو جګړې ( مطبوعاتي جګړې ) په مټ هم د ولس ملاتړ  ورخپل کړي .


طالبان هم لکه د ناټو ، ايساف ، ايتلافي ځواکونو او افغان دولت غوندي په پرله پسې توګه د خپلو برياوو خبرپاڼي نورو مطبوعاتو ته لېږي او د شهامت ډاټ اورګ په مټ خپل د هري ورځي خبرونه خپروي .