له کابله د ورځپاڼو مهمو موضوعګانو ته لنډه کتنه
د ویسا خپلواکه ورځپاڼه
دې ورځپاڼې پخپل لومړي مخ کې په غټو ټکو سره لیکلي دي، چې امریکا د افغانستان په نا کراریو کې پاکستان ککړ وباله.
ورځپاڼې د موضوع په دوام د امریکا ددفاع د وزیر په حواله لیکلي دي، چې له ۲۰۰۶ میلادي کال راهیسې په افغانستان کې د تاوتریخوالي په زیاتیدو کې د پاکستان حکومت او د سولې تړونونو ستر رول لوبولې دې.
ورځپاڼې د همدې مخ په سر کې دا خبر هم ورکړې دې چې واشنګټن غواړي، چې د طالبانو پر ضد یوه اغیزناکه قومنداني جوړه کړي.
ورځپاڼې د راتلونکو انتخاباتو په اړه شتو اندیښنو ته هم کتنه کړې او د خوست د قومي مشرانو په حواله يې لیکلي دي، که چیرې امنیت سم نشي نو په انتخاباتو کې به ګډون ونکړي.
د هیواد دولتي ورځپاڼه
ورځپاڼې هم د خپل لومړي مخ په سر کې د امریکا ددفاع د وزیر په حواله لبیکلي دي، چې پاکستان په افغانستان کې نا امنیو ته لمن وهي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د پیښور په پیرل کانټیننټل هوټل شوې ځان وژونکې حملې ته په اشارې لیکلي دي، چې ترهګرۍ پولې نه پیژني.
ورځپاڼې وړاندې لیکلي دي، چې د ترورزم په خلاف مبارزه د افغانستان، پاکستان ، امریکا او ناټو ترمنځ خورا نږدې همکارۍ ته اړتیا لري.
ورځپاڼې د خپل دویم مخ په یو څیړنیز مطلب کې پدې ټینګار کړې چې یوازې جګړه نه بلکه بیارغونه او اقتصادي پرمختګ د ستونزو د حل لاره ده.
د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼه
دې ورځپاڼې بیا پخپله سرمقاله کې د جنرال دوستم نه د اخستل شویو دندو د بیرته ورکولو لپاره د حکومت په وروستي اقدام تبصره کړې او لیکلي دي، چې کرزې د دوستم د پلویانو راې غواړي.
ورځپاڼې دا خبر هم ورکړې دې، چې د غور په شهرک ولسوالۍ کې د طالبانو د یو قومندان د وژلو لپاره د ائیتلافي ځواکونو لخوا په شویو بمباریو کې د نهو ماشومانو په ګډون شل تنه ملکي وګړي هم وژل شویدي.
ورځپاڼې په یو جلا څیړنیز مطلب کې د ولسمشر کرزي د انتخابي حکومت په ستراتیژیو تبصره کړې او هغه يې ناکامه بللې دي.
د افغانستان انګلسي ژبې خپلواکه ورځپاڼه
ورځپاڼې هم په پیښور کې وروستۍ چاودنې ته په اشارې پدې ټینګار کړې دې، چې د ترورزم په خلاف جنګ باید نهايي پړاو ته ورسولې شي.
ورځپاڼې د موضوع به دوام دا سپارښتنه هم کړې ده چې د پاکستان حکومت باید پر وسلوالو خپل فشار ته دوام ورکړي څو هغوې د وسلو ایښودلو ته اړ شي.
ورځپاڼې پخپل ننني کارټون کې په افغانستان کې د عامه خلکو مرګ ژوبله انځور کړې او لیکلي دي، چې دا ستونزه پاې نلري.
د اصلاح او انیس دولتي ورځپاڼې
دې ورځپاڼو هم د افغانستان او سمیې روان حالات څیړلې او بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړیدي.
انیس پخپله سرمقاله کې د کرنې له پلوه د افغانستان په ځان د بسیا کیدو په مسلې تبصره کړې او هغو لارو چارو ته يې هم اشاره کړې، چې پدې برخه کې ګټور ثابتدلې شي.
خو اصلاح بیا لوږه او نا داري په هیواد کې د پوهنې او زده کړې په وړاندې یو اساسي خنډ بللې دې.
د هشت صبح نا دولتي ورځپاڼه
دې ورځپاڼې بیا د جنرال دوستم د تعلیق بیرته اخستل او په لوې څارنوالۍ کې د جنرال دوستم د دوسیې تړل د ترکیې د بهرنیو چارو د وزیر د سفر په درشل کې یوه ډالۍ بللې ده.
ورځپاڼې په عینې حال کې د جنرال دوستم او اکبر باې پخلاینې ته په اشارې لیکلي دي، چې دلته هیڅ څیز ناممکنه ندې.
په ورځپانه کې روسیې ته د جرمني د بهرنیو چارو د وزیر د سفر په اړه هم یو مطلب خپور شوې او د هغه په حواله لیکل شویدي، چې د روسیې د همکارۍ پرته د افغانستان د بحران حل نا ممکنه دې.