کور / هراړخیز / دښځو ازادي، او د ټولنې په جوړښت کې دهغې اغیز (۱۵)

دښځو ازادي، او د ټولنې په جوړښت کې دهغې اغیز (۱۵)


د اسلامي قانون د اعتدال څرنګوالې :
دبې اعتدالۍ  او د افراط او تفریط  په دې نړۍ کې یوازې  یو ولسې نظام  شته  چې په کې په پوره توګه اعتدال او برابري موندل کیږي . په هغې کې د انساني فطرت  ټول اړخونه  ان تر دې  چې دهغه ډیر پټ اړخ  هم  رعایت شوې دې . د انسان  جسماني  جوړښت او دهغې حیواني  غوښتنې  او دهغې انساني خوې او دهغې نفسی  ځانګړتیاوې او فطري  بلنو په اړوند  د ډیر زیات مکمل او تفصیلي  علم څخه کار اخیستل شوې دې . دهغې د هر یو څیز د پیدایښت  څخه  چې  د فطرت کوم  هدف دې نو هغه یې په پوره  کمال  د یوه سره دهمدې  لارې پوره کړې دې او بل هیڅ کوم مقصد  ترې  که  څه  هم ډیر  کوچنې  وي  نه زیانمن کیږي . او بالاخره  دغه ټول اهداف  یو ځَاې  د هغې لوې  هدف  د لاسته راوړو او  پوره کولو  له پاره  بسپنه کونکوې ثابتیږی  چې پخپله د  انسان د  ژوند اخري  هدف دې . دغه  اعتدال  ، توازن او تناسب  دومره مکمل  دې  چې هیڅ انسان  یې دخپل  عقل او هڅو په واسطه  منځته  نه شی راوړې .  دا په  داسې  حال کې  چې دا ناشونې ده  چې د انسان په لاس  په جوړو  شوو   قوانینو کې به په  هیڅ ځاې کې خامي  نه وی  ، دا نه یوازې  نا شونې بلکه  بلکل  ناممکن   ده  .  په خپله د قوانینو جوړول  خو لا پریږده   ،  یومعمولي انسان ، تر څو  چې   د فوق  العاده سلیم  طبیعت  خاوند  نه وي،د دغه معتدل او متوازن او د حکمتونو  ډک  قانون په حکمتونو باندې په پوره توګه پوهیداې  هم نه شی .اوبیا  هغه چې  په کلونو کلونو یې  علوم او تجربي نه وي تر لاسه کړي او بیا په کلونو کلونو یې  غور او فکر پرې  نه  وي کړي، دا حقیقت درک  کولاې  هم  نه شی  . زه ددې قانون تعریف  له دې  امله نه کوم  چې ما په اسلام  ایمان  راوړې  بلکه په اصل کې ما په اسلام په  دې خاطر  ایمان راوړې  چې ماته په اسلام کې پوره توازن ، کامل تناسب او د  قوانینو سره یو شې  والې په نظر را ځي  چې په لیدلو یې  زما زړه ګواهي ورکوي  چې په  یقین سره ددې  قانون  جوړونکې د ځمکې او اسمانونو  خالق او په پټه او ښکاره  هر څه پوه  دې او  حق  هم  همدا دې   چې په مختلفو اړخونو کې ښوییدلې او لاهو  شوې  انسان  ته د عدل او برابرۍ  نیغه  لاره  هماغه ښوولې شی .
[  قل اللهم فاطر السماوات  والارض  عالم الغیب و الشهادة  آنت  تحکم  بین عبادک في ما کانوا  فیه یختلفون (الزمر ۲۶)]
(ووایه ، ای الله !  د اسمانونو او ځمکې پیداکوونکیه ! په پټ او ښکاره  باندې پوهیدونکیه ،  همدا ته به د خپلو  بندګانو په مینځ کې  دهغه څه په هکله   فیصله وکړې  چې  هغوې په کئ  اختلاف کوي )    

داسلام  ټولنیز نظام
اساسې نظریات :
د اسلام د ځانګړتیاو  څخه یوه داده چې  هغه د خپل قانون په حکمت  پخپله رڼا هم اچوی ، په ټولنه کې د ښځې او سړي  تر منځ  د اړیکو د ټینګولو له پاره  چې کوم  قانون اسلام وړاندې کړې د هغې په هکله پخپله  اسلام مونږ ته وایې  چې د هغې  قانون بنسټ د حکمت په  څه  ډول  اصولو او د فطرت په کومو حقیقتونو ولاړ دې .
دزوجیت  اساسې  مفهوم :
په دې  لړ کې تر ټولو لومړۍ  هغه حقایق  چې په ډانګ پیلې  توګه  په  قران  کریم کې  بیان شوې هغه دادي :
(و من کل شیءٍ خلقنا زوجین لعلکم تذکرون )[الذاریات  ۴۹]
( اومونږ د هرشي  جوړې پیدا کړې دې  ښایې تاسې پند واخلئ]
په دې قرانی ایت کې د زوجیت  د قانون  (Law Sex)  د هر اړخیزتوب  لورې ته اشاره شوې  ، د نړۍ  پیداکونکې پخپله  ،دغه راز په ډاګه کوي  چې د  هغه د کائیناتو دغه  ټول ماشین د زوجیت (Pairs) په قاعدې باندې  جوړ کړل  شوې دې او څومره کارخانې   چې تاسې  په نړۍ کې  وینئ دا ټولې د جوړو (Pairs)د تزویج یوه کرشمه ده . اوس  په دې   غور وکړئ   چې زوجیت   وایي څه ته ؟  زوجیت په اصل کې دادې  چې   په یوه څیز کې فعل وي  او په بل کې  قبول او انفعال ، په یوه شې کې  اغیز وي او په بل کې  اغیزمن کیدل .  همدغه  فعل او انفعال ،  اغیز او اغیزمن کیدل ، د فاعلیت او قابلیت  اړیکې ددوو  شیانو  تر منځ د زوجیت اړیکې دي ، ددې اړیکو  په واسطه  ټول ترکیبات  جوړښت مومی او دهمدغې ترکیباتو څخه دپیدا یښت  ټوله کارخانه  چلیږي . په کائناتو کې  چې څومره  شیان  دې هغوې  ټول  په  خپله  طبقه کې زوج  اوزوج ، او  جوړه  جوړه   پیدا  شوي دي  او دهرو دوو  میړه او ښځو  تر منځ په اصلي  او اساسي  حیثیت  سره د زوجیت  اړیکې  شته  چې یو فاعل  دې او بل  قابل او منفعل . که  څه   هم  د مخلوقاتو په هره  طبقه کې ددې اړیکو  کیفیت مختلف  وې مثلا  یو زوجیت  هغه دې  چې  په  احادو او عناصرو کې موندل کیږي ، بل  هغه دې  چې په مرکباتو  کې پیدا کیږي او بل  هغه دې  چې په  نمولرونکو اجسامو کې په نظر را ځي ، او بل هغه دې  چې په حیواناتو کې  موجود دي ، دغه ټول زوجیتونه د نوعیت  ، کیفیت او  فطري مقاصدو له اړخه  یو د بل سره توپیر لري خو اصل زوجیت  په ټولو کې هماغه یو ډول دې  .په هر نوع کې  ، هغه که د هرې طبقي  پورې مربوط  وي ، د فطرت اصل مقصد  یعنې د ترکیب واقع کیدل ، او د ترکیب  د شکل د لاسته  راوړلو له پاره  دې ته  اړتیا ده  چې د میړو او ښځو  څخه په یوه کې د فعل  قوت وي او په بل کې د انفعال .
د پورتنې  ایت  د دغه  مفهوم د پوهیدونه  وروسته له هغه  څخه د زوجیت  د قانون درې  لومړني اصول ثابتیږي  .
لمړۍ: د هغې فارمول  له  مخې  چې الله  جل جلاله ټول کائنات پیدا کړي او کومه طریقه یې  چې د خپلې کارخانې د  پر مخ بیولو  ذریعه ګرځولې  هغه  هیڅکله  هم نه شې کیداې  چې ناپاکه او ذلیله وا وسي بلکه هغه د خپل  اصل  له مخې ډیره پاکه او محترمه ده او همداسې باید واوسي . دکارخانې مخالفین  هغه ګنده  او د نفرت  وړ ګڼلې شي،  ډه ډه ورڅخه کولاي شی  ، مګر  پخپله د کارخانی  صانع  او مالک  هیڅکله هم  دا  نه غواړی  چې دا کار خانه بنده شي ، دهغې منشاء  خو داد ه  چې  ددې ماشین ټولې پرزې   کار وکړي او د خپلې برخې ټول کارونه سرته ورسوي .
دوېم :  فعل  او انفعال  دواړه  ددې کارخانې د چلولو  له پاره یو شان  اړین دي ، د فاعل او منفعل  دواړو  وجود   په دې کارخانې  کې  یو شان اهمیت  لری ، نه د فاعل  په فعلي حیثیت کې کوم عزت  دې او نه د  منفعل  په انفعالي حیثیت کې کوم  ذلت  . د فاعل  کمال دادې  چې په هغې کې د فعل   قوت او د فاعلیت   کیفیات  موجود  وي تر څو هغه د زوجیت د فعلي اړخه  کار په  ښه توګه  تر سره کړي او د منفعل  کمال  دادې   چې په هغې کې انفعال  او د انفعالیت کیفیت  موجود  وي تر څو هغه د زوجییت  د انفعالي او قبلولو د اړخه خدمت  په ښه  توګه  تر سره کړی .
د یوه  معمولی ماشین  پرزې  هم که کوم  وګړي دهغې د اصلي  ځایه  څخه لرې کړي  او دهغې څخه هغه کار اخیستل وغواړي  چې  هغه  د هغې کار  له پاره  جوړې  شوې نه وي  نو دغسي وګړي احمق او جاهل  ګڼل کیږی .  اول خو هغه ته په دغه ډول هڅه کې کوم  بریالیتو ب  نه تر لاسه کیږی او که  چیرې   هغه ډیر  زور  و لګوي نو همدومره به  وکړی  چې ماشین به مات کړی .   همداسي  حال د   زوج فاعل  ،د زوج منفعل  په ځاې  ، یا دزوج  منفعل  د زوج فاعل پر ځاې د ایښوولودې . داسې   فکر  او هڅه کولې شی  چې د بریاليتوب  په  هیله د نور حماقت ثبوت  هم وړاندې کړي ، خو ددې  ماشین  جوړونکې  هیڅکله  داسې نه کوي  ، هغه د فاعل  پرزې  د فعل  په ځاې کې ږدی او په همدغه حیثیت سره دهغې روزنه کوي  ، او د منفعل  پرزې  د انفعال  په ځاې کې  ږدي او دهغې  د انفعالي استعداد  روزنه کوي .
دریم – فعل  په  خپل  ذات کې په قبول او انفعال  باندې  یو ډول برتري لري . دا برتري په دې معنې نه ده  چې په فعل کې  عزت دې او په مقابل کي یې انفعال ذلیل  ګڼل کیږی ، بلکه  فضیلت  او برتری یې  په اصل کې د غلبي  او قوت او اغیز  په معناو ده ، کوم  شې   چې په بل  شی باندې  فعل کوي  هغه په دې خاطر پرې  کوي  چې  هغه پرې  غالب وي  ، دهغې په مقابل کې طاقتور دې او په هغې د اغیز کولو  قوت لري او هر هغه څه  چې ددغه  فعل اغیز  قبلوی او د هغې  څخه منفعل کیږی دهغې د قبول او انفعال  علت دا ګڼل کیږی  چې  هغه  مغلوب  دې  ، دهغې په مقابل کې  کمزورې دې او د اغیزمن کیدو استعداد  لری . لکه څنګه  چې د فعل د واقع کیدوله پاره   د فاعل او منفعل دواړو  وجود  یو ډول  ضرور دې نو په دې توګه  دا هم ضرورې  ده  چې په فاعل کې  غلبه او داغیز  قوت  موجود  وي او په منفعل کې د مغلوبیت   د منلو اغیز  او استعداد .  ځکه  که دواړه په  یوه  وخت کې  یو شان وي او یوته   په باندې غلبه نه وې  ورپه برخه .  نو دهغې څخه یوهم دبل  اغیز نه  شي منلاې  او فعل  بلکل نه واقع کیږي ، که  چیرې په رخت او ټوټه کې هم همغسې سختي وې  لکه په ستنه کې  چې شته نو بیا د ګنډلو فعل  نه تر سره کیږي ، که چیرې په زمکه کې نرمي نه وي  چې د یوې   او یوم غلبه  و مني نوبیا خو زراعت او کور  جوړونه ناممکن ګرځي .
یعنې په نړۍ کې  چې څومره افعال  واقع کیږي ، دهغوې څخه  به تر هغه وخته  یو هم واقع نه شی  چې  د یوه  فاعل  په مقابل کې یو منفعل  نه وي او منفعل  د زوج  فاعل  داغیز نه  د مغلوبیدو  صلاحیت و نه لري .   په میړنو او ښځو کې د فاعل  زوج  د طبیعت  غوښتنه  داده  چې  په  هغې کې  غلبه  ، قوت او تحکم وي ،  چې ورته نارینتوب او مردانګي  وایې ،  ځکه  چې  د یوې  فعلي پرزې  په حیث  دخپل خدمت په تر سره  کولو  کې  هغه ته همداسی کیدل  په کار دي.  خو ددې برعکس  د  منفعل زوج   د انفعالي  فطرت  غوښتنه داده  چې   په هغې کې نرمي او نزاکت  او لطافت او  اغیزمن کیدل  موجود وي   چې ورته ښځیتوب ، یا نسائیت  یا نسوانیت  ویل کیږي  .  ځکه  چې  د زوجیت  انفعالي اړخ دهمدغه صفاتو  په  واسطه  سوبمن کیږي .  هغه  وګړي  چې په دغه  پټه  او راز نه پوهیږي نو هغوې یا د فاعل  ذاتي  فضیلت د عزت  هم معنې  اخلي  او منفعل  په خپل ذات کې  ذلیل  ګڼي ، او یا له یوه سره د هغه  فضیلت  څخه په انکار کولو سره په منفعل کې هم د هماغسي صفاتو د را پیدا کولو  هڅه کوي  چې په فاعل کې موجود  وي . خو  هغه انجنیر چې  دغه واړه  پرزې  یې  جوړې کړې دي  هغه یې په دې ماشین کې داسی نصب کړي  چې د عزت  له اړخه دواړه یو شان او   د روزنی او هدف  له اړخه دواړه  برابرې  مګر  د فعل او انفعال په طبیعت کې  چې د غالبیت او مغلوبیت  غوښتونکې دي   په کې را څرګند شي ، تر څو  دزوجیت  منشاء او موخې   پوره  کړاې  شي ، نه دا چې  دواړه داسې کاڼې و ګرځي  چې ماتیدې خو شی خو په خپلو کې کوم امتزاج  او یا کوم ترکیب  قبلولاې نه شي . دا هغه  اصول  دي  چې د زوجیت  د لمړني  مفهوم  څخه تر لاسه کیږی .  یوازې د یو  مادي  موجودیت  او  و جود په  حیث دښځې  او نر  زوج کیدل  ددې  غوښتنه کوی  چې د هغوې په اړیکو کې دا اصول مراعت کړل  شی  لکه چې په مخته تګ  سره به تاسې ته په ډاګه شي  چې د اسمانونو او ځمکو  پیدا کوونکي  چې د معاشرت کوم قانون  جوړ کړی  په هغې کې ددغه درې واړو  اصولو پوره پوره رعایت  شوې دې .  

د انسان حیواني فطرت او دهغې  غوښتنې :
اوس  یو قدم نورهم مخته ولاړ شئ ، د ښځې  او نارینه  وجود یوازې  یو مادي وجود  نه بلکه حیواني وجود  هم دې .  نو  په دې حیث  دهغوې یو د بل زوج کیدل  د څه شی  غوښتنه کوي ؟ قران فرمایې : [جعل لکم  من انفسکم ازواجا و من الانعام  ازواجا یذرؤ کم  فیه ]( الشورا)
[الله  تاسې ته پخپله ستاسې  څخه  جوړې پیداکړي او په حیواناتو کې یې هم  جوړې  پیداکړي ، تر څو په  دې توګه تاسې د ځمکې پر مخ خپاره  کړي]
او  په بل ځاې  کې فرمایې  چې :
[نساؤکم  حرث  لکم ] ( البقرة ۲۲۳) [ ستاسې  ښځې  ستاسې فصلونه  دي ]
په  لمړي  آیت کې یې د انسان  او حیوان دواړو د  جوړو د  جوړولو یو ځاې یادونه وکړه  او دهغې ګډ مقصد یې دا بیان کړ  چې دهغې د زوجي  اړیکو څخه د تناسل لړۍ جاري وي .  په دوېم  آیت  کې  یې انسان د حیوان څخه  جدا کړ او دا  یې په ډاګه کړه  چې د حیواناتو  په ډلو کې ددغه ځانګړي نسل  په میړه او ښځه کې د فصل او دهقان  په څیر اړیکي  شتون ولري  . دا یو بیا لوژیکې حقیقت (Biological fact) دې .  د بیولوژې  له  آنده  غوره  تشبیه  چې  ښځې او نارینه  ته کیداې شي هغه همدا  ده . ددغې دواړو  آیتونو څخه درې  نور اصول  را په ډاګه کیږی.
۱:  الله تعالې د ټولو حیواناتو په څیر  دانسان  جوړې   هم  ددې  مقصد  له پاره  جوړې کړې  دې  چي  د هغې د  جنسي  اړیکو څخه انساني نسل  دوام  پیدا کړي . دا  د انسان د حیواني  فطرت  غوښتنه ده چې رعایت کول  یې  اړین دي . الله  جلا جلاله  انساني نسل ددې له پاره نه دې پیداکړي  چې دهغې  څو وګړي  په ځمکه  باندې د خپل  نفس پالنه وکړي او بس  له منځه ولاړ شي  . بلکه  دهغې  اراده  د یوه ټاکلي وخت پورې د انساني  نوع پایښت  دې  او هغه د انسان  په حیواني فطرت کې  جنسي میلان په دې خاطر پیداکړې  چې دهغې میړه او ښځه  یو  له بله سره یو ځاې  شي او د الله تعالې د ځمکې د ابادۍ  له پاره د نسل  د پیدا کیدو لړۍ جاري و ساتي .   هغه قانون  چې  د الله تعالې  له اړخه     راغلي    هیڅکله هم  جنسي  میلان  له منځه وړونکې او فناکونکې  نه  شی کیداې او نه د هغې  څخه د نفرت او دمکمل لرې والي  تعلیم ورکوونکې کیداې شي . بلکه په  هغه کې یې په لازمي توګه دومره ځاې ایښې  دې  چې  انسان د خپل فطرت دغه غوښتنه  په  ښه  توګه پوره  کړاې   شي .
۲:  ښځې  او نر  ته دفصل او دهقان په څیر د مشابهت   دورکولو  څخه  دا په ډاګه کیږي  چې  د انساني میړه او ښځې   اړیکې  د نورو حیواناتو د  زوجینو د اړیکو څخه  تو پیر  لري.   د انسانې  حیثیت نه پرته دحیواني  اعتبار  له مخې  هم دهغوې د واړو  جسماني ترکیب  دغسي  شوې دې  چې د هغې په  اړیکو کې باید داسې  پایښت  موجود  وي  لکه  څنګه  چې  ددهقان او فصل  په منځ کې وي . لکه څنګه  چې  په پټي کې ددهقان کار یوازې تخم  شیندل نه دې بلکه دهغې  سره  دې ته اړتیا هم شته  چې هغه یې په اوبو خړوبه  کړی . سرّه  ورکړي  او دهغې ساتنه وکړي . په همدې  ترتیب  ښځه  هم  همغسې ځمکه نه ده چې حیوانات   په کې څری او که څوک په  کې تخم  ور واچوي  نو د یوه خپل سري نیالګي په څیر په کې  را وټوککیږي .  بلکه کله چې میوه نیسي نو دې ته اړتیا ده چې دهقان  دهغې پالنه وکړي  او دهغې د حفاظت او ساتني ټول بار په خپلو اوږو  پورته کړی .
۳: د انسان  په زوجینو (جوړو)  کې  چې کوم  جنسي  کشش  شته  هغه د بیولوژیکې  اړخه  هماغسي دې  لکه چې په نورو حیواناتو کي میندل کیږي . د یوه  جنس هر غړې د مقابل  جنس دهر غړی په لور حیواني میلان  لري  او د تناسل ستره غوښتنه  چې د هغې په طبیعت  کې ایښودل شوې ده ددواړو  صنفونو ټول وګړي  یو د بل  لورې ته  راکاږی  په دې اساس  د کائناتو دپیدا کونکې  له  خوا  جوړ شوې قانون د انسان د حیواني فطرت ددې کمزوري  اړخ  څخه بې پرواکیداې  نه  شي  ځکه  چې په هغې کې د جنسی انتشار (Sexual Anarchy) په لور ډیر  زیات میلان پټ  پروت  دې  چې د خوندي ساتلو د ځانګړیو تدابیرو پرته په ولکي کي نه شي ساتل کیداې . او که  چیرې  یوځل  د ولکې او کنترول  څخه ووځې  نو د انسان  څخه  پوره حیوان بلکه په حیواناتو کې هم د ټولو  نه پستې درجې ته یې  د لویدلو  څخه هیڅ  شې  نه شي  درولې .
[لقد خلقنا الانسان في  احسن  تقویم – ثم  رددناه  اسفل سافلین –  الا الذین آمنوا و عملوا الصالحات  فلهم اجر  غیر ممنون ](  التین ۴-۶)
(انسان  مو په  ډیره ښه  بڼه  پیدا کړ –بیا  مو رد  کړ  دې تر ټولو ټیټو ټیټ  ته –  مګر هغه چې ایمان  یې راوړې  او کړي  یې  وي سم  سم  عملونه – نو دوې  لره  به  وي  بدله  تلپاتې )
پاته په  شپاړسمه  برخه کې ولولئ……