کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د قدرت پرسر نوي تودې معاملې

د قدرت پرسر نوي تودې معاملې

راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو ته هرکانديد د خپل وس په اندازه کاراو لټه کوي ترڅو په راتلونکي کي د هيواد ولسمشر شي .
داچي دا نور محترم کانديدان ځه په وس پووه دي او څه امکانات د دوي په وس پوره دي ځوک نه پري پوهيږي . خو يو تن چي په دوي کي ښه غوښن بريښي او ټول يي پيژني او دنورکانديدانو او خلکو زړه ته هم لويد لي ده چي باز بيا دده پر سر باست دي
کرزي صاحب دي. دي ترنورډير وړاندي دي او په سياسي بارګن (چنه وهلوکي ) ښه پخه تجربه لري ده تير ځل هم همدا لوبه ښه ترسره کړي. تير ځل خو پښتنو هرځه ترشاه کړل نر او ښځي د انتخا باتو مرکزوته لاړل او دا ښاغلي يي تر دي خايه ورساوه دا چي بيا ده او دده خارجي دوستانو په پښتنو ځه ورځ راوسته تو ل ښه پري پو هيږي .
په هغه وار هم دي ډارن په خپل کرغيړن کارسره دوي ته دوه ولايته منظور کړل چي يو يي دا کنډي او بل هم پنچشير دي دا دواړه ولايتونه نه د نفو س او نه د جغرافيايي مو قيت له مخي ددي جو ګه ول چي ولايت شي بس د ده دوري ځلانده کار وچي ده کړي . او بيا وروسته سابته شو ه چي کرزي هلته ډيره نا چيزه رايي اخيستي وي چي دګوتو په شمير وي .
هغه د خپلو پښتنو راي د د خپلو خارجي دوستانو له خوا قدرداني کړي . نو ځکه داوار خو کرزي صاحب ملا مت هم ندي په دي خو دي روغ پوهيږي چي پښتانه خو رايه نه راکوي نوده هم د ډاکټر نجيب سيا ست خپل کړي او ټول امتيازات يي دوي ته ورکړي سر له اوسه يي وزارتونه سفارتونه ولايتونه ان چي ولسوالي به يي لا په دوي ويشلي وي .
تاسي څه فکر کوئ چي محقق به داسي په سادګي دکرزي ننګه کړي وي هغه فقط د هزارګانو په ګټه پسي ګرزي هغه ولاګه د افغانستان د فلاح په خاطر دا کار کړي وي چي د افغانستان ګټي دي خو ندي وساتل شي او نه په کرزي باندي د افغانستان ملي ګټي خو ندي کيداي شي .
کرزي دا وري بيا ددو ولايتونو منظوري له دوي سره کړي چي يو يي د غزني په ولايت ګي د جاغوري ولسوالي ده چي ْډيرکي پکښي هزارګاندي په دي کار سره هزارګان دوي موخي لري يو داچي د هزارګانو د ولايتونو شمير زيات کړې دوهم هغه پښتانه چي ددوي په خواکي دي ترخپل اثر لاندي کړي چي دا خپله د پښتتو لپاره غټه ستونځه ده ځګه خو دوي ځان مخکي کوي چي د ولايت امر ژر ترلاسه کړي اصلاْ دجغرا فيايي موقيت او دنفوسو د اندازي له مخي مقر ولسوالي په لومړيتوبونوکي راځي .چي ولايت شي او س به نو پښتانه دا تورغرونه وهي بيا به جاغوري ته رسيږي .هلته به خپل کارپسي ځي ته دي منطق ته ګوره د خلکو دولتونه ستونزي کموي دوي ستوتزي ډيروي ځګه دا يوه سياسي معامله ده نه دخلکو د ستونزي پر بنا پريکړه .
دوهم ولايت يي هم د نظارشورا يو ځو سپين سترګو ته چي په راس کي يي د پارلمان وکيل د نظار کرغيړني شورا مخکښ درباني د پير د خاد د لسم رياست ريس (فضل عظيم زلمي مجدد دي )ته پدخشان ګي د پامير په نامه نوي ولايت دي چي ددي ولايت خبره ځه موده مخکي هم روانه وه کرزي خو هسي هم ورسره منله دي تر قدرت پوري له هرشي نه تير دي دا خيره هغه وخت ښه روښانه شوه چي ده په خپل قدرت کي لومړي وزيرته ورته پوست له امريکاي چارواکو سره منلي و چي له مخي يي دده صلاحيت ډيرکميږي خودي دهغه سربيره هم ورته چمتو دي چي دا کاروکړي .
له موضوع څخه بهر لاړ نشم پورتني ولايت به چي پامير نومييږي د اوسني بدخشان 14ولسولي به ورسره تړلي وي
دا ښاغلي چي په بد خشان کي د زلمي خان په نامه مشهور دي په دي ولايت کي ترټولو بده جنګي سابقه لري د مخدره موادو په ما فياکي لوي لاس لري .
وروريي چي ظابط اسدا لله نوميږي د بدخشان و لايت دکران ومنجان ولسوالي کي د کران د معدن سا تونکي چي هلته په لس ها و خپل سري ډلي د معدن په سپړلو بوخت دي مقرردي او د ټولي ډلي هغه ته خپله ونډه ورکوي .
په دي ولايت کي په هره کچه ځوک مقرريږي دده په خوښه او صلاح به وي ان دخصوصي شرکتونو ساتونکي هم دده DDR شوي کسان دي .لنډه داچي دلته يي بله پا چهي جوړه کړي ده .
څه موده مخکي چي په بد خشان کي سيلابونه راغلي .دا ښا غلي د مرستو په نامه دکا بل ځخه دځو چورلکو په بدرګه بدخشان ته راغلي د ځو ورځو راهيسته يي چورلکي ولسواليو ته ليږي او په اصطلاح مرستي يي ورته رسولي چي په ترځ کي يي ددوي موخي تر سره کړي .
1- خلکو ته يي دا پيغام و رساوه چي زه يم چي ستاسيي غم راسره دي . اود مرکزي دولت ځخه مي د مرستي غو ښته وکړه بل يي خپل خلک سره منسجم کړل هغوي ته يي د ا ورپام کړل چي اوس د يي ښه و خت دي ولي ورته ګو ري راځي اود ولايت غوښتنه وکړي .
2- بل خوا يي کرزي ډاډه کړ چي د بد خشان رايه ټوله ستا ده فقط يوولايت ورته ورکړه ته خو هسي هم نا خوانده امضا کوي ځه فرق کو ي يو ه يي بيا دلته امضا کړي .په دي کار به ټول تا جکان خوښ شي ځکه يو بل ولايت به هم په شمير کي زيات شي .
نو همدا وه چي د مرستو د ويش د ختميدو سره جو خت يو غټ هيب يي د کرزي ليد ني ته چمتو کړ او اوس په کتنو لګيا دي چي وروسته به يي ميډيا وي هم نشر کړي .
ان زه خو لا په دي خبر شوم چي دي ښاغلي ويلي و دا کار ډير اسانه دي ما دمخکي ورسره خبره کړي دي او کرزي راسره منلي ده .
ايا که دا خپل سري ولايتونه د تشو ځو ورځو واک لپاره همداسي روان وي ددي پايلي به په راتلونکي کي پښتون قام ته ځومره خطرناکي وي دولاياتو په تشکييل کي بايد چي اساسي ټکي په نظرکي ونيول شي نه خپلي سياسي مو خي .اول خو دلته ولايت ته هپځ اړتيا نشته که وي نو هغه دا سيمه نده کو مه چي زلمي خان ټاکلي .
د بيلګي په توګه که مو ږفرض کړو که چي داولايت دوي ته ورهم کړي ددي ولايت مرکز دوي د بهارک ولسوالي ټاکلي په داسي حال کي چي بهارک د مرکز فيض اباد نه يوازي 30کيلومتره فاصله لري . دا ځکه چي دا د زلمي خان اړوند سيمه ده
کچيري ولايت د مشکلاتو په وجه وي نو د( راغ ) په نامه سيمه چي ترلسو ډ يړي ولسوالي لري نو با يد چي هغه ولايت شوي واي چي تراوسه پوري يي لاري تړلي دي او خلک يي دتاجکستان له لياري تګ راتګ کو ي
ما وړاندي وويل چي دا سيا سي تشکيلات دي نه اداري . ځکه زلمي خان د بظا ر شورا غړي د مارشال صاحب فهيم خان په شمال کي لومړي نمبر کس دي .نو بيا خو طباء ددوي حق دي .او دشما ل ټولوالي خو کرزي هر څه مني .