کور / تازه خبرونه / تازه خبر: د کندهار په ښار کي درنه چادونه وسوه

تازه خبر: د کندهار په ښار کي درنه چادونه وسوه

د لر او بر د کابل څانګي ته همدا اوس رارسېدلئ خبر وايي چي د کندهار په ښار کي يوه درنه چاودنه سوې چي ږغ يې له ښاره څو کيلومتره دباندي هم اورېدل سوئ دئ.

چاودنه نن د جمعې په ورځ د ماښام تر لمانځه وروسته هرات دروازې ته نژدې الجديد تجارتي مارکېټ ته څرمه د پاتاو پر غاړه سوې چي سپکه ژوبله يې هم اړولې ده.


 په کندهار کي د لر او بر ويبپاڼي همکار وايي د چاودني له امله اته کسان ټپيان سوي دي چي شپږ يې پوليس او دوه نور ولسي لارويان دي.