کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / څومره هوښيار څومره مكار دئ كرزى ؟

څومره هوښيار څومره مكار دئ كرزى ؟

نړيوال ديپلوماتان هم اوس په خپله ځيركتيا خاندي چې يو داسې لاسپوڅي يې ددوى ټوله هوښياري له سوال سره مخ كړې چې په جهان كې ترټولوپه كمزورى مدير مشهور دئ . له سل رنګه كشمكشونو سره د مخامخ افغانستان دې واكمن له بهرني سياست په مراتبو كورنى هغه پېچلى كړ اوبالاخره هېلري كلنټن تر نوې لوبې پيلولو مخكې د هالنډ په كنفرانس كې دغه چلباز سړي ته سلامي ووهله .

يوه ورځ جوزف بايډن ته په ژيړ بخن كوچ كې مخامخ ناست كرزي باټې وهلې چې دامې وكړل، هغه مې وكړل ، دا به وكړم او دا كولاى شم ، بايډن له غوصې سور واوښت، له ځايه پاڅېد كرزي ته يې اخطار وركړ چې نور نو سپينه ماڼۍ ستا د ملنډو نه ده . اوس ټول پوهېږي چې كه جوزف بايډن رشوت نه خوري نو خامخا كوډې پرې شوې دي او دا كوډې همدا يو پوست خولى افغان ولسمشر كولاى شي . هغه سړى چې له خپلې ټولې كمزورۍ سره د امريكايانو او اروپايانو په پوټكي كې اوسېږي اولا به واوسېږي .

د نړيوالو كيسه ختمه ده ، اوس په كور كې لوبه ګرمه ده اوداځل داسې ګرمه ده چې زړونه برېښوي. ډېر جنګيالي سياستوال ، تېكنوكراتان ، كمونستان ، اخوانيان او زورواكي يو پربل پسې په خټه پښتون كرزي ته سلامي كوي اوله ميدان وځي . ددوى ترټولو عالم يې د حقوقو او سياست يو پوهاند و چې اوس په ارګ كې دبلې كابينې يو كليدي وزارت ته په تمه ورځې لنډوي، انورالحق احدي يو د برابرې كچې ګوند لري .

بله يوه ټلواله وه چې درې كاله ايران او روسيې دانه وركوله . د افغانستان فكري شرايطو ته په پام د ايډيالسټانو ، جنګياليو او جاسوسانو يوه ګډوله وه. كه متحده پاتې واى او خپل زور يې په مناسب ځاى كارولى واى ضرور به يې كرزى غوندې تجريد شوى سړى له ننګونو سره مخامخ كړى واى ، مګر عجيبه خوداده چې ددې موقتي اتحاد ګټه ترمتحدينو زياته كرزي ته ورغله ، هغه چاته چې له ويرې يې په يوه مجلس كې حاجي محمد محقق ته ماما ويلي و.وړمه ورځ ددې ټلوالې فاتحه د فردا تلويزيون له لارې اعلان شوه او محمد محقق وويل : (( ملګرو هيله كوم كرزي ته رايه وركړي ماورسره خبرې كړې دي داځل به زموږ ديارلس فيصده هغه ……. ترپنځلس فيصده زيات وي )) . راځى د ( هغه ) كلمه ونډې ته وكارو .

دري څلوېښت سړي او ښځې ارګ ته دلارې لنډولو په درشل كې دي چايې پيسې راوړې ، څوك يوچا رالېږلي او ماموريتونه ترسره كوي او ډېرى يې پدې هيله دي چې كه دكرزي په بل حكومت كې له رياسته تروزارته كوم امتياز ترلاسه كړي ، كه له كرزي سره كومه خالي څوكۍ پاتې وي خامخا له هر يوه سره معامله كوي خو فكرنكوم دا وړوكى حكومت دې نور خالي سېټونه ولري .

يو په پوست نسبتا پاك سړى د دارلمان په سړك په يوشانداره كوركې اوسېږي . داهم په خټه پښتون دى تركرزي وروسته خلك دده نوم اخلي خو له دې كبله چې دراتلونكي حكومت پرسر دبولۍ لګولو چل نه ورځي او ډېر توند دى ،نو ضرور نده چې نور ځان ستړى كړي . ځكه دا افغانستان دى تلويزيوني مناظرې او روغې پالېسۍ د شكست او بري معيار نشي جوړېداى . دا ازاد اميدوار په ټوله نړۍ راوګرځېد ، نړيواله ټولنې ته يې وويل : زه اشرف غني يم داقتصاد متخصص سياست پوه ، په هغه ډنډ كې چې تاسو مښتي ياست راوتل مو څه اسانه كارندى. مه مونږ په بلا ككړوى، مه ځانونه بايلوى . زلمي سرتيري مو له رواني ناروغيو وژغورى اودې فقير ولس ته لږ غور وكړى . نړيوالې ټولنې څه پلمه ندرلوده ، غني ته يې وويل : موږ مشخص كانديد نه لرو او دافغانانو رايو ته درناوى لرو . اوس غني په همدې هيله منډو ترړو ته دوام وركوي خو د جنګياليو په پښو پسې د نښتي وطن سرنوشت په رايو پورې اړه نلري خبره ډېره پېچلې ده .

په قبيلوي افغانستان كې د متوسط طب يو ډاكتر چې په بهرني سياست كې لږ تجربه لري، د متحدې ټلوالې په پاتې شونو ناست دى ، عبدالله عبدالله په فرانسه كې ګنډل شوې درېشۍ كې ډېر ښكلى ښكاري ، تازه مهال يې دنفوذ پته نه لګي خو زړو تجربو ته په پام كه كرزى له اشرف غني ويره احساس كړي نو عبدالله غوندې يو وړوكى عصري جنكسالار به هم له لاسه ورنكړي .

جګړه روانه ده، د ټاكنو لپاره په ولس چندان حساب ندى پكار ، چېرته به صندوق ته څوك د چا په ډاډ ورشي؟ . په شپاړسو ولايتونو كې نوم ليكنه ونشوه او پنځه ويشت سلنه كارتونه ندي ويشل شوي اوس قضاوت دكوم معيارله مخې پكاردى .؟

كومه خوا په تاوان كې ده؟: عام ولس او په تېره هم په جګړه كې ايسار پښتانه . بيا هم د كرزي ملاتړي، خلك په غرو دربو تېر باسي، هغه څوك چې په شپږ كلنه واكمنۍ كې يې له ارګ نه نهه كيلومتره وړاندې كډوالو په يوه كمپ كې خپل ماشومان له لوږې په دوه دوه زره افغانۍ ليلام كړي دي او د پلازمېنې په كنډ كپر سړكونو تېريدونكي لارويان هره شېبه ولسمشر ښكنځي .

زموږ راتلونكى حكومت به څنګه وي ؟ :

د مصلحتونو په اساس د جنګسالارانو او ديموكراتانو ترمنځ د وېشل شوي حكومت مشري به كرزى كوي ، فرمانونه به راوځي ، قانون به وي خو د تطبيق ذمه وار يې هېڅوك ندي . طالب به جګړې ته دوام وركوي ، امريكا او متحدينو يې پرېكړه كړې چې د جګړې پاليسي تعقيب كړي ځكه ترڅو چې طالب تضعيف نشي خبرو ته غاړه نږدي اوطالب كيداى شي هله تضعيف شي چې ښه زيات ملكي خلك سټ شي اودا ودان كورونه ټول ونړيږي . زمونږ اقتصادي نظام به دپنځو معتبرو شركتونو په خوله كې وي، دافغانستان صادرات به د ګاونډيو په ګمركونو كې خثى شي او واردات به دغسې وي لكه امين فرهنګ چې د ازاد بازار په پلمه نږدې ټول افغانستان په خصوصي اختلاصي كمپنيو خرڅ كړى و.

كريم خليلي د هزارګانو د يوې غټې ډلې په استاذولۍ د ولسمشر مرستيال دى ، محقق هم د پاتې نورو هغو.د كوچيانو د څړځايونو د قبالو په بدل كې كرزي د يارلس سلنه هزارګي رايه واخسته او كوچيان دې نور لدې هېواده ګډه شي . رباني د جميعت او متحدې ټلوالې دوې تذكرې وكارولې، له يوې يې چكړي لاړ اوله بلې يې زوى او يو زوم بيا وزارتونه اخلي . دوستم له تبعيد نه خلاص شو بېرته د مسلح ځواكونو د اعلى سرقوماناندان مرستيال دى او ترڅو چې ژوندى دى دا امتياز څوك نشي ځنې سلبولاى .د اكبرباى ننګ او ناموس تر هغه دكرزي ذمه واري وه چې ترك تبارانو كانديد ندرلودى ، اوس چې خبره داسې ده نو تركيه هم پخپل ټول قوت په نظام كې خپله ونډه غواړي . د استاد سياف معامله خو د هغه بل ځل په شان پټه ده خو درۍ څلور وزارتونه خامخا اسلامي اتحاد ته له يو درجن ولايتونو سره سوغات كېږي . كه قسيم فهيم د شكرې له خطرناكې ناروغى روغ شو ،د ولسمشر مرستيال دى اوكه ومړ ځاى ناستى يې هرومرو ولي مسعود دى .

دا ستاسو دنده ده چې د قانوني په غليتوب غور وكړى ، موږ يوازې پدې پوهېږو چې اوس كرزى هغه كمزورى قبيلوي قوماندان ندى چې د دود خلاف يې ښي لورته شمله پرې ايښې وه ،د روزګان په غرونو كې پنځلس ورځې نهر ورګرځېد ، د طالبانو پرضد يې له امريكايانو سره ګډه مبارزه وكړه ، او ړومبى ځل ارګ ته ننوت نو له چاپلوسۍ يې قسيم فهيم ته وويل ماته يو څو تكړه ساتونكي راكړه دا نور …… په خبره نه پوهېږي .