کور / تازه خبرونه / زابل: دوه طالبان وژل شوي دي

زابل: دوه طالبان وژل شوي دي

په زابل امنیتي چارواکی وایی دایتلافي ځواکونو سره یی دتیري شپی په ګډو عملیاتو کی دوه وسله وال طالبان وژلي دی .
دامنی قوماندانۍ دامنیت امرسمونوال غلام جیلاني فراهي وایی داعملیات تیره شپه دسپیني غبرګي په سیمه کی ترسره شوي  چی په ترځ کی یی دده په وینا دوه وسله وال طالبان وژل شوی دی .
نوموړی زیاتوی چی دعملیاتو پرمهال یوه اندازه جنګي وسله اومهمات هم دګډوځواکونولاسته لویدلي دي .
که څه هم طالبانو تردی مهاله په دی اړه څه نه دی ویلی خو ادعا کوی چی تیره ورځ یی دشاجوي ولسوالۍ دبازرګانو په سیمه کی دماین په چاودنه کی ددولتي سرتیرو یوموټرویجاړ کړی اوپکي سپاره پینځه سرتیري یی وژلی دی .
قاری یوسف احمدی  چی خپل ځان دوسله والو طالبانوویاند بولي ادعاکوی چی  دتیرو دروورځوراپه دی خوایی دنسرت نومي پیل شویو عملیاتو په لړ کی ۱۵ کورني اوبهرني سرتیري وژلی دی .
خودزابل امنیتي چارواکو دطالب ویاند داادعا بي اساسه وبلل .