کور / تازه خبرونه / ایران: احمدي نژاد ټاکنو کښي په لوي اکثریت بریالی شو

ایران: احمدي نژاد ټاکنو کښي په لوي اکثریت بریالی شو

دایران په ټولټاکنو کې احمدي نژاد د ویم ځل دپاره د هیواد د ولسمشر
ۍ ټاکنې په جوت اکثریت سره ګټلي دي ـ دایران د ټاکنو د کمیسون د مشر کامران
دانش  د وینا تر مخه په ټاکنو کې اتیا فیصده خلقو خپله رایې وکاروله چې دا
شمېر د ایران د ټاکنو په تاریخ کې تر ټولو زیاته شمېره ده ـ تېر ځل انتخاباتو کې
زلمیانو برخه نه وه اخیستې ـ

د کامران دانش په وینا احمدي نژاد ۶۵ فیصده رایې ګټلي دي ،میرحسین
موسوي ۳۳ فیصده رایې ګټلي دي ـ د موسوي پلویانو په ټاکنو د رغلیو تور لګولی دی او
مظاهرې یې هم کړي دي ـ د احمدي نژاد د بریالیتوب اعلان به د ووټونو د شمیر د
بشپړیدو وروسته متوقع دی ـ