جنګ ځپلي ولايت يو ځل بيا د هېواد په کچه اتلولي وګټله 

د لراوبر اداره | جون 13th, 2009


هلمند ولايت چې د نړۍ په کچه د جنګ جګړو او نشه يي توکو د مرکز په توګه يادېږي، دوه کلونه پرله پسې يې د بدني ښکلا په سياليو کې د هېواد په کچه اتلولي ترلاسه کړه.  

څو ورځې وړاندې په پلازمېنه کابل کې د بدني ښکلا سيالۍ ترسره شوې چې د ټول هېواد په کچه د هلمند ولايت ځوان او تکړه لوبغاړي شکورالله شاکر پکې د اتلولۍ(ميسټر افغانستان) ستر مقام ته ځان ورساوه.


ماسټر افغانستان  – ۲۰۰۹ 

هلمند ولايت که څه هم په نړيواله کچه د نشه يي توکو د مرکز په نوم يادېږي، خو په ورزش کې يې د تېر او سږ کلونو د اتلوليو وياړ هم په برخه دی. شکورالله شاکر له سورغر سره د يوې ځانګړې مرکې پر مهال يادونه وکړه چې يوه مياشت وړاندې يې د نوموړو سياليو لپاره چمتووالی نيولی او بالاخره يې د لوی څښتن تعالی په مرسته د همدغو سياليو د برياليتوب وياړ په برخه شو.

پينځه ويشت کلن شکورالله شاکر د خپل برياليتوب تر شاه د هلمند ولايت د ورزش د امير او د يو شمېر نورو ملګرو مرسته او تشويق وباله او يادونه يې وکړه چې د ملګرو ترڅنګ يې د کورنۍ له خوا هم ورسره ډېره مرسته او تشويق له ځان سره درلود.

نوموړی وايي، په کابل کې تر يادو شويو سياليو وړاندې يې درې ځلي نور هم په بېلابېلو ځايونو کې برخه اخيستې او په ټولو سياليو کې يې ښې پايلې لرلې دي. د بدني ښکلا اتل شاکر جان _چې پينځه اتيا کيلو ګرامه وزن لري_ شپږ کلونه وړاندې د ځينو ملګرو په تشويق او بلنه ياد شوي ورزش ته مخه کړه او دا دی په ډېره لنډه موده کې يې د هېواد په کچه ستر وياړونه ترلاسه کړل.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې د ځينو خلکو په اند ګڼ کسان ياد شوي ورزش ته د چمتووالي لپاره د بېلابېلو درملو په مرسته ځانونه چمتو کوي، نوموړی وايي، نه يوازې دی خپله، بلکې ټولو ملګرو ته يې هم دا وړانديز دی چې ورزش بايد د بدن د سالموالي په موخه راپيل شي او تر وروستۍ ورځې په همدې نيت وپالل شي. د نوموړي په اند که چېرې يو کس دا لوبه يوه مقام ته د رسېدو لپاره ترسره کوي، نو نه يوازې به لويه تېروتنه کوي، بلکې خپلې روغتيا ته به يې هم په زياته کچه زيان اړولی وي.

ځوانانو ته د پيغام په توګه شاکرجان وايي، ځوانان بايد په هر ډول ترينګلو او خرابو شرايطو کې زدکړې او سپورټ ته زياته پاملرنه وکړي، دا ځکه چې د نوموړي په اند سپورټ او زدکړه دواړه په انسان کې له ستونزمنو حالاتو سره د مقابلې وړتيا پيدا کوي.

 




ماسټر افغانستان  – ۲۰۰۹   



Copyright Larawbar 2007-2024