کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / د افغان ملت ګوند قلابازي

د افغان ملت ګوند قلابازي


که د افغانستان د سیاسي ګوندونو په تاریخ یو سرسري نظر وکړو نو د ناهیلۍ سربیره هیڅ په نظر نه راځي ـ د شاهي نظام د ختمیدو راوروسته که افغانستان د ارام ساه نه ده اخیستې نو شاید لامل یې همدا وي چې زمونږ په هیواد جمهوري نظام سیورې ډېر درون پریوتی دی ـ جمهوري نظام چې د نړۍ د ډېرو هیوادونو دپاره یې پرمختګ،خوشالي او هوساینه راوړی ده او خلق یې د جهالت د تېرو نه د علم د رڼا په لور بیولي دي د بده مرغه افغانستان کې یې دغه بڼه غوره نه کړه ـ
افغانستان کې د جمهوريت د ناکامۍ غټه وجه  جمهوري ګوندونو کې د جمهوري سوچ او شعور کمې ښودل کیږي ـ
افغان ملت ګوند چې په تېرو څو لسیزو کې یې ډېر تودې سړې لیدلي دي ،او نن سبا د افغانستان په سیاسي افق داسې ځلنده بریښي چې فکر نه کوم چې بل کوم ګوند هم داسې وي ـ په همدې اساس زما په څېر ډېرو خلقو دا فکر کاوه چې د موجوده سیاسي ګوندونو په فهرست کې افغان ملت یوازینۍ هغه سیاسي ګوند دی چې آ د چا خبره څه د وړو پوزه ږدي ،او یو ډول سیاسي،باشعوره او دیموکراته څېرې پکې راغونډې شو ي دي ـ خو ددې ګوند د پوکڼۍ نه هغه وخت هوا ووتله او زما په شان سوچ لرونکي هغه وخت ګته په خله پاتي شول چې د هیواد په سترو وېبپاڼو کې لومړې ددغه ګوند لخوا دا اعلامیه خپره شوه چې افغان ملت ګوند د هیواد په راروانو د ولسمشرۍ په ټولټاکنو کې د حامدکرزۍ نه ملاتړ کوي ـ دوه درې ورځې روسته بیا همدغو وېبپاڼو کې هم ددغه ګوند دا اعلامیه خپره شوه چې افغان ملت ګوند د اشرف غنی احمدزي ملاتړ کوي ـ بیا یوه ورځ وروسته یوه بله اعلامیه خپره شوه چې افغان ملت ګوند کرزي نه ملاتړ کوي ـ د ګوند له لوري په پرلپسې توګه د متضادو اعلامیو پراساس دا خبره لکه د لمر روښانه شوه چې د کاسې لاندې نیم کاسه خامخا شته ـ زه اوس دې تفصیل کې نه ځم چې د واکمن صېب او احدي صېب یا نورو ګروپونو ترمنځ اختلاف ولې وو یا دی ـ خو البته دا خامخا وایم چې افغان ملت ګوند سره د د ومره تنګو سختو او تودو سړو او د پېښور د ترخو تجربو څخه هیڅ نه دي زده کړي او هغه هر څه یې د ماضي برخه ګڼلې ده ـ
دلته که دا خبره وکړم نو بې ځایه به نه وي چې افغان ملت هم لکه زموږ د انقلابیانو په خپلو کې په چوکۍ وران شوي دي ـ ددې خبرې د لاروښانه کیدو دپاره که یوه شېبه د خلق او پرچم ګوندونو په شخړه نظر وکړو نو راته جوته به شي چې ددواړو کمونسټو ګوندونو په خپلو د چوکۍ سربیره نور کوم اختلاف وو؟او د اختلاف ګراف یې دومره لوړ شوی وو چې د یوبل وینو ته تږي ناست وو ـ
د افغان ملت ګوند دې پرلپسې قلابازیانو که یو لور ته ددغه ګوند په جوړ شوي امیج او بهترین شهرت باندې اوبه واړولې نو بل لور ته یې د خپلو غړیو په زړونو کې هم وېره او یو ډول کرکه واچوله او هغوي په زړه زړه کې دا کرل رېبل شوروکړل چې خدایا دا ګوند به بیا د پېښورد وخت په څېر په دریو ویشل کیږي که په ډېرو ـ
افغان ملت ګوند چې زیاتره غړي یې باسیواده او سیاسي شعور لرونکي دي خو ددوي مشرانو دا خبره په زبات ورسوله چې ددوي لیډرشپ سیاسي شعور دومره نه لري څومره چې د هغوۍ نه هیله کیږي ـ ددومره وړې خبرې په سر د ګوند ترمینځ دومره لوي اختلاف وړه خبره نه ده او که څوک دې ته وړه خبره  وایي نو دهغې خپله خوښه ـ
ګمان کیږي چې د ددغه ګوند په مشرتابه کې هم د میم زورما ټوله زما مرض لګیدلې دی ،او د ټولو سترګې په راروانه ټاکنو کې د خپل شخصیت په لور دي او دغه شخصیتونه چې دلته یې زه نوم اخیستل نه غواړم د خپل ګوند پوخ شوی فصل په سېلاب لاهو کوي ـ دوي دا خبره هېره کړې ده چې په ګوندي حساب کې د شخصیت ګټه نه  بلکې د ګوند ګټه ضروري وي ـ