کور / کیسه / خورينګه

خورينګه

ملګري خو ډير خواږه وي ، په تېره بيا د وړوكتوب ملګري  ، زموږ خويندې ميندې
دنجونو او ښځوترمينځ دې ملګرتوب ته (( خورينګي )) وايي ، مثلا  وايي :
پلانۍ دپلانې خورينګه ده  ، ياداچې دپلانۍ  او پلانۍ ترمينځ خورينګي د
غوټۍ اوسپوږمۍ همداسې وې ، دكلي په يوه كوڅه كۍ اوسيد لې ، دوې  لا وړې
وې چې يو ځاى به يې ګوډيانې لوبولې ، يو ځاى به يې جنتروګانې كولې ، يو ځا ى
به يې په ټالونو ځنګل ، يوځاې به ګرځېد لې اويوځاې به د كلي برسرته حجياڼۍ بي بي
كره تللې اوهغې سره به يې الف ، ب ، ت ، سه پاره لوستله .
وخت تېرېده غوټۍ اوسپوږمۍ ديوې باغچې دګلانو غوندې غوړېدې ، تنكې پېغلې اود
اوبو دراوړلو شوې ،مازيګر به دواړو منګي راواخيستل اودكلي دنورو پېغلوسره به په ډله
ګودرته تللې ،  ددوې دښايست هنګامې ټول كلى په  سرواخيست، دكلي دزلميانو په خوله پرته لـه غوټۍ اوسپوږمۍ بله خبره نه وه  ،  دكلي هرزلمي به ځان ددوى دميني هردم شهيد   ګاڼه .
خواوس نو دواړه پوره پېغلې شوي ،د وړوكتوب خبرې نه كوي ، ددواړو دمجلسونو ،خبرو
اترو، اورازونيازموضوعګانې نورې دي ، د وې دژوند ،ايندې او دخپلو برخو په هكــــه
خبرې كوي ، ددواړوپلرونوته دكلي دزلميانو تودې تودې مركې كيني اوپاڅيږي او كله چـې
دواړه سره مخامخ شي ، يوه پربلې مخكې شي اوورته وايي :
((   دناوېتوب كالي به زه دراغوندم ، له سره ترپښو به دې  په خپلوګوتوسنيګاروم اوسرې
ډولۍ ته به پخپله پورته كوم ))…
له ورځونه يوه ورځ وه چې دغوټۍ د بخت غوټه پرانيستل شوه اود كلي يوه زلمـي
ته يې وركړه ، غوټۍ په كوركې ستره شوه ، خو سپوږمۍ ورسره خپل تګ راتګ دپخوا
په شان تود سا ته .
څومياشتې وروسته يې واده تيارشو ، له واده نه يې څو ورځې دمخه سپوږمۍ وغوښتله
چې خپلې خورينګې سره څو وروستۍ  شپې يو ځاى تېرې كړي .
همداسې وشول ، سپوږمۍ خپلۍ خورينګې كره ولاړه ، دخپلې خوږې خورينګې په
واده كې يې ډېرې سندرې وويلې ،ډېر يې ونڅل ، ډېرې داېرې يې ووهلې ، دپېغلتوب  له
وعدې سره سم يې دخپلې خورينګې په لاسونو نكريزې پورې كړې ، په خپلو ګوتويې په
مينه مينه سينګاركړه ، ويې نازوله ، په ډولۍ كې يې كينوله ، غټې غټې مچې ترې واخيستې
ورپسې يې وژړل اورسخت يې كړه.
خونن ، دسپوږمۍ دواده شپه ورځ ده ، كوريې دښځو او نجونو ډك  دى ، پېغلو ځانونه
سينګاركړي ، رنګارنګ كالي يې اغوستي او په انګړ كي تودې تودې اوړي را اوړي ،
شېبه په شېبه  دډولۍ دپورته كېدو وخت رانږدې كيږي ، له ناوې ډيرې پېغلې راتاوې
شوي ، نوي كالي وراغوندي ،څوك يې شونډې سرې كوي ، څوك يې كمڅۍ ږمنځــوي
څوك يې په لېچوكې بنګړي اچوي ، څوك يې دپښو پايزېبونه تړي  ، څوك پرې عطــــر
شيندي او څوك پرې يوڅه اوڅوك پرې بل څه كوي …
غوټۍ دنورو رابلل شوو مېلمنو ښځو په كتار كې ناسته وه ، ورو دناوې دكوټۍ وره
ته ورنږدې او له ورايه دخپلې خورينګې دسينګار په ننداره شوه ، په څېره كې يې خندا
اوژړاسره ګډه وډه شوه اوپرلېمو يې اوښكو لارې جوړې كړې ، ناوې سركښته اچولي
و، اواوږده شېبه وروسته ته يې چې سرراپورته كړ ، سترګې يې په غوټۍ ولګېدې ،
دناوې په سترګو كې هم اوښكې ډنډ شوې ، په سترګو يې سره ډېرې خبرې وكړې
اوناوې بېرته سر كښته كړ، غوټۍ ډوبې ډوبې سلګۍ وهلې  او هغه څه چې بايد دې
ترسره كړاې واى ، نورو ترسره كول ، دې ته هيچا ونه ويل چې راشه ، خپله همزولې او
خوږه خورينګه دې په خپلو ګوتو په مينه مينه سينګار كړه.
هو ، غوټۍ اوس هاغه غوټۍ نه وه ، دې دومره اجازه هم لرله چې په ناوې دې
لاس قدرته هم ولګوي ، داځكه چې غوټۍ اوس ديوه يتم ماشوم موروه .


پاى