کور / تازه خبرونه / د پکتیا په ځاځیو کې د یوې دیني مدرسې مشر وژل شوی.

د پکتیا په ځاځیو کې د یوې دیني مدرسې مشر وژل شوی.

د افغانستان د پوهنې د وزارت له لورې لر او بر ویبپاڼې ته په راغلې خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې د پکتیا ولایت د ځاځیو په ولسوالۍ کې د رقیه مدرسې مدیر مولوي ظهور الدین د ناپېژاندو له خوا په وژل شوی.
د پوهنې د وزارت له لوري په راغلې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې د مولوي ظهور الدین وژنه یوه لویه ضایعه ده، اعلامیه لیکي: “د افغانستان اسلامي جمهوريت د پوهنې وزارت له ټولو قومي متنفذينو او مخورو هم په كلكه غوښتنه كوي چې د پوهنې وزارت د تاْسيساتو او ښوونكو په ساتنه كې له دغه وزارت سره د زړه له تله همكاري وكړي او هيچاته اجازه ورنه كړي چې بچيان يې د تعليم له دغه لوى ديني حق څخه بې برخې كړي”.
لاتراوسه کومې ډلې د مولوي ظهور الدین د وژنې مسؤلیت په غاړه ندی اخیستی.