کور / تازه خبرونه / د کابل ورځپاڼو ته کتنه

د کابل ورځپاڼو ته کتنه

د ارادې خپلواکه ورځپاڼه
دې ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د راتلونکو انتخاباتو په وړاندې شتو ستونزو او ګوښونو ته په اشارې په افغانستان کې د راروانو انتخاباتو د برخه لیک په اړه اندیښنه څرګنده کړیده.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې په افغانستان کې د میشتو برطانوي سرتیرو ماموریت څیړلې او د ګارډین په نامه د یوې برطانوي ورځپاڼې په حواله يې لیکلي دي، چې ددوی سرتیري له ستر خطر سره مخامخ دي.
په ورځپاڼه کې د ایران په انتخاباتو کې د احمدي نژاد د بري په اړه هم یو تفصیلي مطلب خپور شوې او لیکل شویدي، چې د هغه د کار منفي اغیزې به په افغانستان دوام وکړي ځکه د ورځپاڼې په وینا هغه یو سخت دریځه دې.

د انیس دولتي ورځپاڼه

دې ورځپاڼې د امریکايي ځواکونو له نوي قومندان سره د ولسمشر کرزي د لیدنې خبر ورکړې او د جنرال مک کریسټال په حواله لیکلي دي، چې په افغانستان کې ددوې اساسي دنده د امنیت ټینګښت او د عامه خلکو د مرګ ژ،بلې مخنیوې دې.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې په افغانستان کې د امن او ثبات ټینګښت ته د زیاتې پاملرنې غوښتنه کړې او د امریکايي متخصیصنو راتګ ته په اشارې لیکلي دي، چې دا متخصصین باید ولایتونو ته ورشي او د خلکو ستونزې له نږدې وڅیړي.
ورځپاڼې په یو بل ځاې کې د انتخاباتو د خپلواک کمسیون د رسنیو د کمسیون په حواله لیکلي دي، چې د انتخاباتي کمپاین په مهال رسنۍ باید ناپیلې اوسي.

د ویسا خپلواکه ورځپاڼه

دې ورځپاڼې هم په افغانستان کې د راروانو انتخاباتو او انتخاباتي کمپاینونو په اړه یو مطلب خپور کړې او لیکلي دي، چې د انتخاباتي کمپاینونو او امنیتي وضعې په اړه زیاتې اندیښنې موجودې دي.
ورځپاڼې د پاکستان روانو پیښو ته هم کتنه کړې او پدې ترڅ کې لیکلي دي، چې د امنیتي ستونزو او د پاکستاني پوځ د فشارونو له کبله د خیبر له درې نه یو نیم زر افغان کورنۍ شړل شویدي.
ورځپاڼې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي دا وینا هم راغستې، چې د عامه خلکو د مرګ ژ،بلې دوام د افغانستان په اړه د نړیوالې ټولنې هڅې بې اغیزې کوي.

د رانجات نا دولتي ورځپاڼه

دې ورځپاڼې بیا احمدي نژاد ته د ولسمشر کرزي لخوا استول شوي لیک ته په اشارې لیکلي دي، چې د احمدي نژاد په بیا انتخاب سره د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې لا ټینګیږي.
ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې په افغانستان کې د ملي یوالي مسله راغستې او لیکلي دي، چې دا د هیواد د راتلونکې لپاره یو ضرورت دې او ټول باید هغه ته فکر وکړي او د هغې پر بنسټ عمل وکړي.
د ورځپاڼې یو مطلب هم د مور ورځې او په افغانستان کې د میندو ستونزو ته ځانګړې شوې دې.

د اصلاح او هیواد دولتي ورځپاڼې

دې ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمي وروستي پرمختګونه څیړلي او بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړیدي.
هیواد پخپله سرمقاله کې لیکلي دي، چې د امریکايي خواکونو نوې قومندان په افغانستان کې د انتخاباتو په درشل کې درانه مسؤلیتونه لري، چې باید هغې ته پام وکړي.
خو اصلاح بیا د انتخاباتي کمپاینو نږدې کیدو ته په اشارې لیکلي دي، چې رسنۍ دې د ملي ګټو په پام کې ساتلو سره ناپیلې اوسي څو خلک وکړاې شي خپل د خوښې کاندید ته راې ورکړي.

د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼه

دې  بیا په ولسمشر کرزي دا انتقاد کړې دې، چې د کومې لاس ته راوړنې پرته د مور ورځ يې ولمانځله او په عینې حال کې يې له دې ورځې نه په ګتې خپل انتخاباتي کمپاین هم پرمخ بوتلو.
ورځپاڼې د کورنیو چارو د وزیر په حواله دا هم لیکلي دي، چې په تیره یوه اونۍ کې په افغانستان کې د وسلوالو مخالفینو حملې زیاتې شویدي.
په ورځپاڼه کې په هلمند کې د نشه يې توکو د تولید دوام او د هلمند د والي څرګندونې په یو مطلب کې ځاې شویدي.