د پاكستان اختلاف د امريكايي بې پايلوټه الوتكو د بريدونو پر پايلو نه بلكه د هغو پركړنلاره و
په امريكا كي د پاكستان سفير حسېن حقاني ويلي دي چې په قبايلي سيمو كي د امريكايي بې پايلوټه الوتكو بريدونو بېخي ښې پايلي ولرلې
د هغه په وينا په دغو بريدونو كي د القاعده شبكې د سر د قطار غړي وژل سوي دي خو حسېن حقاني په دې لړ كي د كوم چانوم نه دى په ډاګه كړى
حقاني زياته كړېده چي د پاكستان اختلاف د امريكايي بې پايلوټه الوتكو د بريدونو پر پايلو نه بلكه د هغو پركړنلاره و
هغه ويلي چي اسلام اباد له واشنګټن څخه غوښت چي د خپلواكۍ احترام يې وكړي او هڅه وكړي چي په دغو بريدونو كي عامو خلكو ته لږ تر لږه زيان واوړي
د حقاني په وينا كه چيري له دغو بريدونو څخه عامو خلكو ته زيان رسيږي نو د ترهګرۍ پر ضد په جګړه كي به يې تر ګټه تاوان ډېر وي
هغه ويلي چي دا ځكه چي بيا به عام خلك د هغه په وينا د ترهګرو په صفونو كي ودريږي او د ترهګرو ملابه لا مضبوطه كړي
حسېن حقاني