کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / دوه تابعيته نوكران (د شا شجاع او كارمل نوى سټايل)

دوه تابعيته نوكران (د شا شجاع او كارمل نوى سټايل)

 

د هېواد په سياسي كړيو او رسنيو كې په دې ورځو كې د ولسمشريزو ټاكنو تر څنګ د دوهم تابعيت خبره هم ډېره زياته شاربله كېږي، د كابل يوې معتبرې ورځپاڼې (ويسا ورځپاڼې) د دوهم تابعيت په باب هغه سوګند نامه هم خپره كړه چې د امريكا متحده ايالات يې پر هغو كسانو لاسليك كوي چې د دې هېواد تابعيت مني.

په دې سوګند نامه يا حلف پاڼه كې په صراحت يادونه شوې ده چې د دوهم تابعيت لرونكى د خپل پلرني (پخواني) هېواد د وفادارۍ او تابعيت نه برائت اعلانوي او د خپل نوي متبوع هېواد (امريكا متحده ايالاتو) لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو والى ښيي.

كه د هېواد د وروستيو كلونو جرياناتو ته ځير شو متاسفانه د افغانستان د بحرانونو او نا آراميو تر ټولو لوى سببونه د بهرنيو لرې او نږدې هېوادونو داسې مداخله او لاسوهنه ده چې هېڅ قانوني جواز نه لري او د نړۍ په هر ډول قوانينو كې دغسې لاسوهنه ممنوع او ناجايزه ګڼل شوې ده، خو په افغانستان كې دغه مداخله د لاسپوڅيو او مزدورو هغو افغانانو په واسطه تر سره شوې ده چې په خټه افغانان دي خو خدمت نورو ته كوي.

د ۱۳۵۷ لمريز كال د غوايي اوومې له كمونيستي كودتا څخه نيولې چې د مسكو وفادارو ډلو سياسي او دولتي واك غصب كړ تر ننه پورې كه پخواني شوروي اتحاد پر افغانستان يرغل كړى دى، كه د پاكستان آى اس آى او كه اوس د نړيوال پوځ په افغانستان كې ناتار ګډ كړى دى، د دې ټولو د لاس آلې پخپله هغه افغانان دي چې يا د ايډيولوژيكو تړاوونو پر بنسټ د نورو لپاره خدمت كوي او يا د ډېرو لږو مادي امتيازاتو لپاره د خپل هېواد او ولس پر سر ناروا معاملې كوي.

په افغانستان كې د طالبانو د نظام له راچپه كېدو وروسته چې د غرب په ملاتړ كوم نوى حكومت جوړ شو په دې كې د متخصص او كارپوه په نامه زياتره هغه كسان ځاى پر ځاى شول چې په تېرو كلونو كې يې اروپا او امريكا ته پناه وړې وه، كه څه هم دا د افغانستان ضرورت و چې ماهر او ښه كدرونه راشي، همدغسې دې ته اړتيا وه چې وطندوست افغانان د نړۍ له هر ګوټ څخه بېرته خپل هېواد ته راشي او د اوږدو جګړو په بهير كې خپل وران شوى وطن بېرته آباد كړي. په اداره او حكومت كې برخه واخلي او د يوه پياوړي حكومت بنسټ كېښودل شي.

خو متاسفانه داسې ونه شول، هغه د متل په مصداق (كه مربى دارى مربا بخور) يوازې هغو كسانو ته لاره پرانيستل شوه بلكې د افغان ولس پر اوږو سپاره كړاى شول چې د لويديزو هېوادونو تابعيت يې منلى و او د همدغو هېوادونو لخوا د افغانستان په نظام كې د خپلې ونډې په توګه پر افغانانو تحميل شول.

په لويديزو هېوادونو او د نړۍ په هره برخه كې په زرګونو ډېر وطندوست افغانان شته خو د نظام جوړونې په بهير كې نه يوازې هغوى ته چا بلنه ورنكړه بلكې د هغوى د راتګ مخه ونيول شوه، يوازې څو څېرې د كارپوهانو په نامه كابل ته راغلې او تر ننه كله په يوه نامه او كله په بل په اداره او نظام كې لاس لري. ډاكټر زلمى خليلزاد د بن د پرېكړو له اصلي طراحانو څخه دى، نوموړى د امريكا د ولسمشر د ځانګړي استازي او د هغه هېواد د سفير په توګه كابل ته راغى، علي احمد جلالي د امريكا د تابعيت لرونكى د كورنيو چارو وزير په توګه، امين فرهنګ، ډاكتر سپنتا او لسګونو نور داسې كسان هېواد ته راغلل چې كورنۍ يې تر اوسه همالته په لويديز كې اوسي، دوى د امريكا او اروپايي هېوادونو تابعيتونه لري او افغانستان ته يوازې د هماغه هېوادونو لخوا د يوه مامور په توګه را استول كېږي.

اوس خبره دا ده چې په افغانستان كې قلط الرجال نه دى چې افغانان دې د پرديو هېوادونو مامورين د افغان په حيث په لوړو او حساسو دندو ومني، افغانستان اوس تر هر څه زيات داسې وطندوستو او با حساسه شخصيتونو ته اړتيا لري چې هېواد د پرديو د هر اړخيزو تسلط له منګولو وژغوري، نه دا چې د مختصص په نامه د افغانستان معنوي او ملي بنسټونه د نورو په اشاره له منځه يوسي.

په دې برخه كې حكومت ستر مسووليت لري چې قوانين وضع كړي، دې ته اړتيا هم ده چې د افغان او امريكايي توپير وشي.

دا څنګه كېداى شي چې يو څوك دې يو مهال د امريكا د سفير په توګه په كابل كې دنده ولري، بل مهال دې د يوه افغان په توګه په لومړيو مقامونو دنده تر سره كړي.

يو څوك دې يوه ورځ د يوه بهرني هېواد د ولسمشرۍ لپاره د انتخاباتي كمپاين يو مامور وي بل مهال دې زموږ په هېواد كې پخپله ولسمشرۍ ته ځان كانديد كړي.

په دې برخه كې بايد خبره سپينه شي كه هر هېواد د خپلو اتباعو لپاره ځانګړي اصول او مكلفيتونه لري چې بايد هغوى يې تر سره او رعايت كړي.

افغانستان د يوه غيرتي ولس هېواد دى، تاريخ پرې ګواه دى چې دلته پردي او پردي پال ښه ورځ نه ويني.

له شاشجاع تر ببرك او نور محمد تركي پورې پر كوم سرنوشت ګرفتار شوي دي تاريخ پرې شاهد دى.

دا اوس چې د دوه تابعيته كسانو كوم بهير دى، دا په واقعيت كې د شاشجاع او كارمل نوى سټايل دى، خو هغه د شاعر خبره:

به هر رنګى كه خواهى جامعه بپوش

من از طرز خرامت ميشناسم

دغه ولس له سوچه افغانانو پرته په هېڅ رنګ او بڼه د پرديو نوكران نشي زغملاى.