کور / شعر / شعر :امان الله حلیم

شعر :امان الله حلیم

زه فنا لره په جنګ ورځم بقا ګټمه


زه یم باغی د تور ضمیر دا خامخا ګټمه


د کړغیړن رواج پرواه نکړم ساده شمل یم


د چرګو غلا نه ده د بازښکار په هوا ګټمه



دا د وطن د ازادۍ جنګ دی ساده پښتونه


د پټې کار نه دی د ننګ چار په رڼا ګټمه



ما که ازغن تار د اټک په پوله ونه تړو


بیا به زه څه رنګه افغان یم چې دستار ګټمه



نه یم صوفي چې تصوف کمبل کې ځان پټوم


نه زه ملا یم شکرانو کې چې حلوا ګټمه



چې ابدالي له ځانه جوړ نه کړم بل رنګه نشي


هندوستان څه کوې زه دا ځله دنیا ګټمه



لکه کارتوس د هر غلیم په تنده لګم حلیم


په ژړا نشي د خوښۍ کار په خندا ګټمه



امان الله حلیم شملزی