کور / تازه خبرونه / مردان:دوه پوليس مړه پنځه ټپيان سول

مردان:دوه پوليس مړه پنځه ټپيان سول


د پښتونخوا ايالت په مردان کي د پوليسو پر يوه امنيتي پوسته وسله وال بريد سوئ چي له امله يې دوه پولس وژل سوي او پنځه زخميان دي.


د مردان د پوليسو مسئول وايي پېښه تېره شپه د نامعلومو وسله والو د يوې حملې په ترڅ کي رامنځته سوې او بريدکوونکي د شپې له تيارې څخه په ګټه اخيستلو له سيمي تښتېدلي دي.

د مردان پوليس وايي په پلټونکو عملياتو کي يې دوه وسله وال کسان نيولي دي، خو دا نه ده معلومه چي د تېري شپې بريد دوى کړئ وو که کومي بلي ډلي