کور / تازه خبرونه / اېران: اخ و ډب روان دئ، تحقيقات شروع سول

اېران: اخ و ډب روان دئ، تحقيقات شروع سول


د اېران چارواکي وايي د جمهوري رياست د انتخاباتو پر سر د راپورته سوي شخړي په باب تحقيقات پيل سوي چي په څو ورځو کي به يې يې نتيجه اعلان سي.


بلي خواته د ميرحسين موسوي طرفدارانو په پلازمېنه تهران کي خپلو مظاهرو ته دوام ورکړئ او پر ولسمشر احمدي نژاد تور لګوي، چي د جمعې د ورځي په انتخاباتو کي يې درغلي کړې ده.

د اېران د امنيت شورا يوه غړي آيت الله احمد جنتي وويل د ميرحسين موسوي پر شکايتونو د غور کولو او څېړني دپاره کمېسيون جوړ سوئ، چي د ١٠ ورځو په جريان کي به نتايج په ډاګه کړي.

په تهران کي د موسوي د طرفدارانو او پوليسو په تازه نښتو کي يو مظاهره چي وژل سوئ او درې نور ټپيان سوي دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون د اېران پر حکومت ږغ کړئ، چي د عوامو د حقونو درناوى وکړي او له هغوى سره دي له نرمۍ کار واخلي.

همدا راز د امريکا حکومت له مظاهره چيانو سره د حکومتي پوليسو پر اخ و ډب اندېښنه څرګنده کړې، فرانسې، جرمني او برتانيې هم له تهران څخه غوښتنه کړې چي د موسوي نيوکو واضح ځواب ورکړي.

د برتانيې صدراعظم ګورډن براون هم د اېران د جمهوري رياست د انتخاباتو پايلي رد کړي دي.

په اېران کي د انتخاباتو پر سر ناندرۍ وروسته له هغه راپورته سوې، چي د تېري جمعې په ورځ محمود احمدي نژاد په دوهم ځل د دې هيواد ولسمشر انتخاب سو، خو د هغه سيال کانديد ميرحسين موسوي پر ښاغلي نژاد د ټګۍ برګۍ تور لګوي.

د انتخاباتو پايلي داسي اعلان سوې چي احمدي نژاد ٦٣% او ميرحسين موسوي ٣٤% رايي ګټلي وې.