کور / نثر / دنظر کیدلو حقیقت

دنظر کیدلو حقیقت

    مولانا ک محمد رفعت قاسمی ددیوبند ددارالعلوم مدرس


پوښتنه ، له مشرانو څخه اوریدل کیږي چې فلانی شخص نظر شوی دی نویي ګټه ورته کمه شوي ده یا یي خدمت ختم شوی دی یا نورڅه وایي، که مهرباني وکړئ او دنظر کیدلو حقیقت وښیاست ؟
ځواب . ‎په صحيح البخاري کتاب الطب باب العين کي حديث شريف راځي (العين الحق) يعني نظر کيدل حق دی حافظ ا ابن حجر رحمةالله علیه په فتح الباری ټوک ۱۰ مخ ۲۰۴ کي په دې هکله دبزار له مسند
 څخه دجابر(رض) روایت رانقل کړی دی چې رسول الله (ص) فرمایلي دي ( تر قضآ او قدر وروسته ډیرکسان
له نظرکیدلومړه کیږي) له دې څخه ښکاري چې له نظرلګیدلوڅخه کله خلک ناروغان کیږي،اوپه ځیني
صورتونوکي داناروغي انسان مړیني ته رسوي. نورزیانونه په دې قیاس کیدلای شي په حدیث شریف کي
دي.(څوک چې یوشی وویني په سترګوورته خوږ ولګیږي که ماشاالله لاحول ولاقوة الابالله) ووائی هغه نه نظر کیږي.(آپ کی مسآئل ټوک ۱مخ ۳۷۸)
مسئله.. دزیږیدلو په وخت کی میندي دخپلو ماشومانو په غاړو یالاسونوتوري ټوټي ددې لپاره تړي چې
نظرنه شي یایي په سینه یاسردتوررنګ نښانونه وکړي دایوازي دتوهم خبره ده په شریعت کی کوم اصل نه لري (آپ کي مسائل ټوک ۱مخ۲۷۲)
مسئله.. که ټکي لګول داعتقاد خرابي نه وي،مقصد پکښي داوي چې ماشومان بدشکله کړي توري ټاپې ورباندي لګوي ترڅو نظرنه شي. داجواز لري(آپ کي مسآئل ټوک ۸مخ۱۲۵)
مسئله.. نظرکیدل حق دی اوله هغي څخه ځان ساتل جائزدی خوچې دځان ساتلو طریقه دشریعت مخالفه نه وي(آپ کي مسائل ټوک ۸مخ۴۵۳)
دبد نظر لپاره مرچ سوزل.
پوښتنه.. که په ماشوم یا څاروی بدنظر ولګیږي میرمني اووه داني مرچ یادرخت اووه ټوټي ماشوم یاڅاروي ته تراشاري کولو ورورسته اورته اچوي، داطریقه جواز لري؟
ځواب.. دبدنظر لیری کولو لپاره په مرچ یابل شی څه ویل اواورته اچول صحیح دی خوچې دشریعت
 خلاف څه شی ور باندي و نه ویل شي، مثلاّ ددیب یا دیوتا یابل څه نوم ورباندي نه واخیستل شي،یا له شیطان )څخه مرسته ونه غوښتله شي.(فتاوی محمود یه ټوک ۱۵مخ ۳۵)