کور / تازه خبرونه / پېښور: لاسي بم يو پوليس وواژه او دوه زخميان کړل

پېښور: لاسي بم يو پوليس وواژه او دوه زخميان کړل


د پېښول د پوليسو مشر وايي په لاسي بم يې يو پوليس وژل سوئ او دوه نور ټپيان سوي دي.

عيني شاهدانو ويلي بريد کوونکي په موټر کي ناست وو چي د ګل بهار په سيمه کي يې د پوليسو پر يوه ټولۍ بم وغورځاوه او نوموړى کس د پېښي له ځايه وتښتېد.

تر پېښي وروسته پوليسو په ياد سوي موټر پسي ټکان کړي خو پکښي سپاره کسان له سيمي پر وتلو بريالي سوي دي.