کور / تازه خبرونه / ورځپاڼو ته کتنه

ورځپاڼو ته کتنه

د ۲۰۰۹ میلادي کال د جون د میاشتې ۱۷ نیټه

د ویسا خپلواکه ورځپاڼه
دې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په سر کې د شانګهايي د همکاریو د سازمان په غونډه کې د ولسمشر کرزي د وینا ځینې برخې راغستي او د هغه په حواله يې لیکلي دي، چې ترهګر افغانستان او پاکستان د لومړیو کرښو په توګه کاروي.
ورځپاڼې د موضوع په دوام د ښاغلي کرزي دا وینا راغستې، چې القاعده په سیمه کې ترهګریز بانډونه لري او په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې پوځي حضور د نړیوال امنیت په پیاوړتیا کې ونډه اخستل دي.
په ورځپاڼه کې د امریکايي او ناټو د ځواکونو د نوي قومندان دا څرګندونې هم راغستل شوي، چې پښتانه څوک تر ځان بر او لوړ نه مني او له دوې سره د مخامخ کیدو په صورت کې داسې څه و نکړي، چې پر دوې بده ولګیږي.

د هیواد دولتي ورځپاڼه
دې ورځپاڼې بیا پخپله سرمقاله کې د شانګهايي د همکاریو د سازمان په سرمشریزې د تبصرې ترڅنګ هغو ستونزو ته هم کتنه کړې، چې اوس مهال سیمه ورسره لاس او ګریوان ده.
ورځپاڼې د شانګهايي غونډې ته د ولسمشر کرزي د وینا بشپړ متن هم خپور کړې او لیکلي دي، چې افغانستان د ترهګرۍ په خلاف په همغږې مبارزې باور لري.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د کاندیدانو انتخاباتي کمپاین پیل ته په اشارې د انتخاباتو د خپلواک کمسیون په حواله يې لیکلي دي، که چیرې کاندیدان پدې موده کې د ټاکل شوي لارښود څخه سرغړونه وکړي نو تر پوښتنې لاندې به نیول کیږي.

د ارادې خپلواکه ورځپاڼه
دې ورځپاڼې بیا پخپله سرمقاله کې د کاندیدانو د انتخاباتي کمپاین پیل ته په اشارې له ټولو اړوندو ادارو نه غوښتنه کړې، چې پدې موده کې له دولتي امکاناتو څخه د ناوړه ګټه اخستنې مخنیوې وکړي. 
ورځپاڼې پخپل لومړي مخ کې په غټو ټکو سره د محقق په حواله لیکلي دي، چې کرزي ورته ژمنه کړې، چې د ولسمشرۍ مرستیالۍ او پنځه وزارتونه ورکوي او دوه هزاره میشتې ولسوالۍ په ولایتونو بدلوي.
په ورځپاڼه کې په بهرنیو هیوادونو کې د افغانانو د پناه اخستلو مسلې ته هم کتنه شوې او لیکل شویدي، چې په لویدیځو هیوادونو کې اتلسو زرو افغانانو د پناه اخستلو غوښتنه کړې ده.

د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼه
دې هم په هیواد کې د کاندیدانو د انتخاباتي کمپاینونو پیل ته په اشارې لیکلي دي، چې په کابل کې د پوسټرونو جنګ پیل شو.
ورځپاڼې خپله سرمقاله هم د کاندیدانو دوه میاشتني انتخاباتي کمپاینونو ته ځانګړې کړې او د کاندیدانو حقوق يې جوت کړیدي.
په ورځپاڼه کې د ایران د انتخاباتو د نتایجو له اعلان وروسته راپورته شویو لانجو ته هم کتنه کړې او پدې ترڅ کې د ایران د نګهبانې شورا دا پریکړه راغستې، چې د انتخاباتو راې به په دویم ځل وشمیرلې شي.

د اصلاح او انیس دولتي ورځپاڼې
دوی هم د افغانستان او سیمې روان حالات څیړلي او بیلابیل مطالب يې پرې خپاره کړیدي. 
انیس بیا پخپله سرمقاله کې د شانګهايي د سرمشریزې په څنډه کې د افغانستان ،روسیې او پاکستان ترمنځ په درې اړخیزې ناستې تبصره کړې او لیکلي دي، چې د درې واړو هیوادونو مشرانو هوډ وکړ ، چې د ترورزم په خلاف په روانه مبارزه کې به پراخه همکاري کوي. 
خو اصلاح بیا په افغانستان کې د امریکايي او ناټو د خواکونو د نوي قومندان په حواله لیکلي دي، چې ددوې بریا پدې کې ده چې څومره افغانان له تاوتریخوالي ژغورلي دي.

د هشت صبح نا دولتي ورځپاڼه
دې ورځپاڼې هم د خپل لومړي مخ غټ سرلیک په افغانستان کې د کاندیدانو د انتخاباتي کمپاین پیل ته ځانګړې کړې او د ښار په بیلابیلو واټونو کې د کاندیدانو د پوسټرونو لږولو ته په اشارې لیکلي دي، چې خلک ددوې مخونه نه بلکه پروګرامونه غواړي.
ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې دا خبر هم ورکړې دې، چې په افغانستان کې امریکايي اوناټو د ځواکونو نوې قومندان د جنګ په ستراتیژۍ له سره کتنه کوي.
دې ورځپاڼې هم د شانګهايي په سرمشریزي په یو مطلب کې لیکلي دي، چې دې غونډې په سیمه ایزې همکارۍ ټینګار وکړ.