کور / تازه خبرونه / تازه خبر: د الجزيرې خبريالان خوشي سول

تازه خبر: د الجزيرې خبريالان خوشي سول


د افغانستان ملي امنيت د الجزيري دوه نيول سوي خبريالان تر درې ورځي بند وروسته خوشي کړل.

د الجزيرې تلويزون هم د افغان استخباراتو له خوا د دوو خبريالانو حميدالله محمدشاه او قيس عظيمي د خوشي کېدو خبر تائېد کړ.

د حميد الله محمدشاه او عظيمي د نيول کېدو لامل په کندز ولايت کي پر طالبانو يو جوړ سوئ راپور په ګوته سوئ چي افغان امنيتي ځواکونه وايي د بې پرېتوب انډول يې نه وو پکښي مراعت کړئ. خو هغو مسلکي کسانو چي دغه راپور کتلئ کوم داسي څه يې نه دي پکښي موندلي چي د ژورناليزم له اصولو خلاف وي. او د افغان ژورناليستانو ټولني او فرهنګي حلقې پر حکومت نيوکه کوي چي که حميدالله محمدشاه او قيس عظيمي د ژورناليزم له اصولو سرغړونه کړې وي، هم بايد په دې باب د اطلاعات او کلتور وزارت د رسنيو د شکايتونو کمېسون دغه موضوع څېړلې وائ .