کور / تازه خبرونه / هسپانيه افغانستان ته عسکر لېږي

هسپانيه افغانستان ته عسکر لېږي


د چارشنبې په ورځ د هسپانيې پارلمان د دفاع د وزير هغه غوښتنه ومنله چي افغانستان ته يې د سرتېرو د لېږلو په اړه له پارلمان څخه کړې وه.


د هسپانيې د دفاع وزارت وايي دغه هيواد په پام کي لري چي افغانستان ٥٣٢ تنه عسکر ولېږي.


د دفاع وزير کرمن چکون وايي ياد سوي پوځيان به د جولاى په لومړيو ورځو کي په هرات او بادغيس ولايتونو کي ځاى پر ځاى سي.