کور / تازه خبرونه / غزني: د قلعه سبز د جادې تفريحي پارکونه پرانستل شول

غزني: د قلعه سبز د جادې تفريحي پارکونه پرانستل شول

نن له غرمي وروسته د غزني په ښارکښي د قلعه سبز د جادې تفريحي او ښکاليز پارکونه د غزني د والي داکتر محمد عثمان عثماني له لوري د پټي په پيرې کولو سره پرانستل شول .


هغه محفل چي له همدي کبله د غزني د ګڼ شمير مشرانو لويانو قومي مخورو او دولايتي شورا يو شمير غړو او د پولنډي بيارغون د ډلي په ګډون جوړ شو ي وو په پيل کي د غزني والي داکتر محمد عثمان عثماني خبر ي وکړي زياته يې کړه چي د ډيري خوښي ځاي دئ چي يو ځل با په غزني کښي د بيارغوني يوه پروژه چي د غزني د خلکو يوه مهمه غوښتنه وه پرانيزو ،د کلاسبز پارکونه چي ۶۸۴۰ متر مربع ځمکه کي جوړ شوي دي او پدي پارکونو باندي يوسل اوه ځلويښت زره آمريکايي ډالر لګول شوي دي چي دغه لګښت په غزني کي د پولنډ د بيارغوني ډلي د خوا ورکول شوي دي له دي ورسته د غزني د خلکو د پاره ګټي اخستوته چمتوسوي دي .

د يادوني وړده چي به دغه محفل کي د غزني ښاروال حکيم الله غزنيوال د پي آر تي مسولينو او يوشمير قومي مشرانو او دولايتي شورا غړو خبر وکړې او د داسي کارونو ترسرکيدل يې د خلکو له پاره ګټور او باار زښت وبلل.

همدارنګه د غزني والي او ګډونکوونکو د کلاسبز د پارکونو د پرايستلو تر څنګ د مخابراتو شاته له پارک او د سر د کار له بهير څخه هم کتنه وکړه.