جنوبي وزيرستان: امريکايي ميزايلو اووه جنګيالي ووژل

34 | جون 18th, 2009


په جنوبي وزيرستان کي پر دوو کورونو د جاسوسي الوتکو له خوا بريد سوئ چي اووه وسله وال يې وژلي دي.

راپورونه وايي د جنوبي وزيرستان په شالوم او راغزئي سيمو کي امريکايي بې پيلوټه الوتکو بمبار کړئ چي وسله والو طآلبانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د الوتکو توغندۍ په يادو سويو سيمو کي پر هغو ځايونو لګېدلې چي جنګيالي پکښي روزل کېدل.

Copyright Larawbar 2007-2024