کور / شعر / غـــــــــزل

غـــــــــزل

سعيد زابلى


غـــــــــــــــــــــــــــــــزل
تقدير دي جار خير به دې سـه وخت له ازلـــه راشي
زمـــــوږ په سيمه زموږ اختيار به خدايه کله راشي


بيا يې منو چې اوس پاچا زموږه  خپل  پښتون دى
پــــــــښـــــــتـــــــــو فرمان چې کندهار ته له کابله راشي


چــــــــــــــــــــې مـــــــــــو ګـــــلونه دباردو تور لوګي وهلي
نــــــغـــــــمـــــــې به سه واروو بيا خداى خبر بلبله راشي


ښکلې بخښنه چې مې ستا شونډو ته زړه سوليږي
دغه شيطـــــان مې زړه ته ستا له سره چارګله راشي


دښـــــار کوڅو کې ښکلي يو بل نه تپوس کـــوي دا
له مــــودو ورک سعـــــــــــيد به کله له زابــــــــله  راشي


                                         غونډان  غوړه مرغه