کور / تازه خبرونه / سوماليا: ځانمرګي بريد وزير او ٢٤ کسان ووژل

سوماليا: ځانمرګي بريد وزير او ٢٤ کسان ووژل

 

په سوماليا کي د يوه ځانمرګي بريد په ترڅ کي د دغه هيواد د ملي امنيت وزير او ٢٤ نور کسان وژل سوي دي.

د حملې مسئوليت يوې تندلاري وسله والي ډلي پر غاړه اخيستئ، چي د دغه هيواد ولسمشر شيخ شريف احمد يې د القاعدې کار بولي.

د سوماليا ولسمشر تر پېښي وروسته وويل دا يوه ډېره دردوونکې پېښه ده چي ترهګر ملکي کسان په نښه کوي او يوې پوښتني ته په جواب کي يې د دې کړني د اجرا ګوته اسامه بن لادن ته ونيوله.

بلي خواته د عرب ليګ، ملګرو ملتونو او امريکا له خوا دغه حمله په سختو الفاظو غندل سوې ده.