کور / تازه خبرونه / کوټه: قاضي او موټروان وژل سوي دي

کوټه: قاضي او موټروان وژل سوي دي

د کوټي په سرياب کي مخ پټو وسله والو يو قاضي او د هغه موټروان وژلي دي.

پېښه نن د جمعې په ورځ هغه وخت رامنځته سوې چي قاضي ضياءالحق له مستونګ څخه د کوټي ښار ته په موټر کي په لاره وو او مخ پټو وسله والو يې پر موټر ټکان وکړل، چي له کبله يې قاضي او د عبدالخالق په نوم د هغه موټروان پر هغه ځاى مړه سول.

د کوټي پوليس وايي قاضي ضياءالحق د يوې قضيې د څېړني په موخه کوټي ته راتلئ چي د سرياب په سيمه کي پر موټرسايکل ناستو وسله والو وواژه.

تر پېښي وروسته په کوټه کي پر موټرسايکل د دوو کسانو ناسته منعه سوې او پوليس وايي د پېښي څېړنه او د عاملينو د نيولو چاري يې پيل کړي دي.