غزل

سعيد لودين | جون 19th, 2009


دهجران په توروشپوكي دليلامـــــينه سوځـــــيږي
دمجــــــنون دامســــته مـــينه دبيدياســـــره خپلـيږي
دكنعان دكوڅولاري ديوســــف وخسسواته ګـــــوري
زليخادخـــــپلي ميـــــني يوه پاڼه سسسي رپـــــــيږي
دجنت سترگي خاموشــي دي شېخانوځـى دوزخ تـه
دمېزان تــــله ښكـــــاره سوه دمُلاايمان بيلــــــــيږي
نمرود وزي وصــحراته ذوالجلال په غــــــشووژني
سپوږمۍ مخ دځمكي پټ كړى دنمروڅخه شرميږي
بيلال ډوب پرخاوروپروت دى ځي فرعون ومنبرتـه
دا اسلام په نړېــدودى دا اولـــــس څومره زوريږي
احمدي دمحراب سترګي دجاهيلوپه لور ســــري دي
هغه مړشيطان ژوندى سوپه مسجدكي اوس نڅيږي

»

Copyright Larawbar 2007-2024