کور / تازه خبرونه / اوباما: د اېران حالات له نيژدې څخه څارم

اوباما: د اېران حالات له نيژدې څخه څارم

د امريکا حکومت وايي په اېران کي د انتخاباتو پر سر راپورته سوې شخړه له نيژدې څخه څاري.

د امريکا ولسمشر باراک اوباما په يوه ټلوېزوني وينا کي وويل امريکا او نړۍ د اېران حالات په دقت څاري، هلته له عوامو سره د حکومتي پوليسو پر تشدد اندېښمن دي او وبه کتل سي چي د روحاني مشر آيت الله خامنيي پرونۍ غوښتني ته د اېران ولس څومره پام کوي.

آيت الله خامنيي پرون د جمعې په خطبه کي د اېران د تېري اونۍ د انتخاباتو نتايج منصفانه وبلل او له اېرانيانو څخه يې وغوښتل چي له مظاهرو څخه لاس واخلي.

د اېران د تېري اونۍ په انتخاباتو کي اوسنى واکمن محمود احمدي نژاد په اکثريت سره بريالى سو، خو د هغه سيال ميرحسين موسوي احمدي نژاد په درغلي تورن کړ او له سره يې د انتخاباتو د ترسره کېدو غوښتنه وکړه.

د ميرحسين پلويانو تېره اونۍ په تهران کي مظاهرې وکړې او د اېران د ملي امنيت شورا وايي د انتخاباتو پر نتايجو يې څېړنه پيل کړې چي په نيژدې ورځو کي به يې پايلي اعلان کړي.