کور / تازه خبرونه / کرکټ نړیوال جام فاینل:سري لنکا او پاکستان نن مخامخ کیږي

کرکټ نړیوال جام فاینل:سري لنکا او پاکستان نن مخامخ کیږي

د کرکټ د نړیوال جام د مسابقو په فاینل لوبه کې نن سري لنکا د پاکستان نن ماښام لوبه کوي ـ د لندن په تاریخي کرکټ لوبغالي لارډز کې ددواړو هیوادونو لوبغاړو څخه د اعصاب ماتونکې اوتودې لوبې د کولو هیله کیږي ـ د شلو اورونو په دې لوبه کې پاکستان د سویلي افریقې ټیم ته د دوشنبې په ورځ ماتې ورکړی وه او فاینل ته د رسیدو چانس یې ترلاسه کړی دی ـ دا د شلو اورنو (ټونټي20)د نړیوال جام په مسابقو کې دویم ځل دی چې پاکستان دغه مقام ترلاسه کوي ـ تېر کال هند پاکستان ته په فاینل کې ماتې ورکړی وه او  نړۍ واله اتل ولي یې ګټلی وه

سري لنکا تراوسه په دغو مسابقو یوه لوبه هم نه ده بایللی او جمعې په ورځ یې د ویسټ انډیز ټیم ته د ماتې ورکولو روسته فاینل ته رسیدلی دی ـ سري لنکا د همدې ټورنامنټ د سپرایټ په مسابقو کې پاکستان ته ماتې ورکړی ده  او دغه وجه ده چې په پاکستان یې یو ډول نفسیاتي برتري ورپه برخه ده ـ 

د دواړو ډلو کپتانانو د نني مسابقې د ګټلو هوډ څرګند کړی دی او خپل خپل هیواد یې د نړیوالۍ اتلولۍ اصلي جوګه بللی دی ـ