کور / سياسي / ګنجی طبیب ته نسخه

ګنجی طبیب ته نسخه

 دا تر لمر روښانه ده، چې ګران هیواد له سترې غمیزې، سیاسي ــ اقتصادي ناخوالو او کړکیچونو او په تیره له بې امنتیي سره لاس او ګریوان دی. خو بنسټیزه پوښتنه دا ده، چې د هغه لامَل په څه کې نغښتی دی؟ په نړیواله ترهګرې کې، که د هغه ستراتیژیک پریوت یې لامَل دی، که د شیطان صفتوګاوانډو هیوادونو او نړیوالو ځواکونو تر منځ د ستراتیژیکو ګټو پر سر سیالې کې او یا که د هیواد په بې کفایته او مفسده اداره کې؟ دې د که پوښتنې ته د ځواب د موندلو په موخه، مې افغاني انټرنېټ پاڼو ته مخه کړه. په ویبپاڼو کې د خپل دغه لټون په ترڅ کې د نورو ترڅنګ د ګفتمان په هغې کې د ښاغلی داکتر سيد موسي صميمي په لیکنه، چې عنوان یې “رئيس جمهور کرزي – از حامل اميد تا سرچشمه ی یاس” دی، سترګې ولګیدې. د هغې په لیدو ډیر خوشاله شوم او په ډیرې تلوسې سره مې هغه پرانیسته، چې ګواکې یو داکتر به د هیواد د کړکیچ او غمیزې ریښه د نړیوالو عالمانو او لیکوالانو له لیکونو څخه په ګټې اخیستنې سره څومره په ژوره او هر اړخیزه توګه څیړې وي. د مقالې په لوستلو لګیا شوم. د هغې په یوه برخه کې راغلی: ” کرزي بخاطر شيوۀ ضعيف حکومتداري، فساد اداري روزافزون و نيرو ګرفتن هرچه بيشتر مافياي مواد مخدر، در سطح ملي و بين المللي مورد انتقاد قرار ګرفت” (۱). دا خو کومه نوې خبر نه، بلکې هماغه تیرې بوبولالي دي. سره د هغه هم د لیکنې له لوستلو مې لاس وا نه خیست. د لیکنې په يوې بلې برخه کې بیا راځي: ” شدت يافتن بحران در عرصه هاي مختلف ثمرۀ يک سلسله تصادفات ناګوار نيست، بلکه برعکس نتيجۀ مشخص يک سياست نادرست بازسازي است که رئيس جمهور بايد داوطلبانه مسؤوليت آنرا بدوش بګيرد”(۲). دا هم کوم نوښت نه بلل کېږي. نوموړی د خپلې هغې په یوې بلې برخه کې بیا زیاتوی: ” کرزي بجاي اينکه يک ستراتيژي را مطابق به شرايط کشور ايجاد و پياده کند، براي توسعه و محکم ساختن پايه هاي قدرت خود تلاش کرد. او برحسب اهداف خود اتحاد هاي را با خوانين محلي ايجاد کرده و امتيازاتي را براي نيرو هاي اسلامګرا قايل شد. او حتي از مذاکرات مخفيانه با جنګجويان اسلامګرا و تندرو طالبان هم اجتناب نکرد. اين شيوۀ عملکرد حامد کرزي منتج بدان شد که قدرت سياسي در انحصار کساني درآيد که اعتبار شان را قبلاً از دست داده بودند. افراد شايسته و باکفايت از صحنۀ سياست بيرون رانده شدند” (۳).


 پورتني نقل قولونه د دې ښکارندوي دي، چې د داکتر صاحب په ټوله لیکنه کې د ښاغلی کرزي په ادارې له ستوغو نیوکو پرته، بل څه نه تر سترګو کېږي. په ریښتا هم د ښاغلی حامد کرزي تر مشرۍ لاندې حکومت له اداری پلوه ډیر بی کفایته، مفسد او د هیواد چارې له اوسنیو نړیوالو شرایطو سره په ښه توګه نشي تر سره کولي. د صمیمي صاحب له دغو نیوکو سره، پرته د کرزي له لاسپوڅو او تالي څټو، نور نو نه یوازې اکثریت هیوادوال، بلکې ان نړیوال هم همغږي دي او د صمیمي صاحب دا طبیعي حق هم دی، چې د نورو ټولنیز کړه وړه تر نیوکې لاندې ونیسي او له نیکه مرغه په دې کار یې لکه چې په پورتنیو کرښو کې راغلی، لاس پورې کړی هم دی. بیا هم د بیلګې په توګه : “شدت يافتن بحران در عرصه هاي مختلف ثمرۀ … يک سياست نادرست … و رئيس جمهور بايد داوطلبانه مسؤوليت آنرا بدوش بګيرد”. او لکه څنګه چې یادونه وشوه ” … افراد شايسته و باکفايت از صحنۀ سياست بيرون رانده شدند”.


 دلته د نوموړي په لیکنه کومه کره کتنه په پام کې نه ده نیول شوې. خو ښه به دا وی، که په خپله صمیمي صاحب له دغو نیوکو سره یو ځای د نوموړو ستونزو او نیمګړتیاوو د مخنیوي او په تیره له منځه وړلو لپاره یې د وړاندیزو په وړاندې کولو سره خپل نظر هم څرګند کړی وی.


 باید وویل شي، چې ښاغلی صمیمي حق په جانب دی، په ریښتا هم سړی د محترم حامد کرزي په اداري دستګاه کې د ذره بین په مرسته یو تکړه او باکفایته فرد، چې په هغو کې د داکتر صاحب همفکران هم راځي، نه شی موندلی. خو هر هیواد وال له دې څخه هم سترګې نه شي پټولی، چې د هیواد بنسټیزې ستونزې په څه کې نغښتي دي.


 خو زما تلوسه تر ټولو دمخه په دې کې وه، چې خدای مه کړه د ټولنیزو د علومو د یوې څانګې د داکتر په توګه نوموړي هم د ” … افراد شايسته و باکفايت از صحنۀ سياست بيرون رانده شدند” په ډله کې نه وی راغلی او ښاغلی ولسمشر داکتر صاحب مهاجرت ته نه یې اړ کړی. نو ځکه مې له خپلو دوستانو وپوښتل، چې صمیمي صاحب څوک پیژنی. یو چا ږغ کړ، چې هغه له زیاتې مودې راپدې خوا د المان په فدرالی جمهوریت کې ژوند او هلته د المان ږغ رادیو (دویچې ویلې) د پښتو او دری ژبو د څانګې مشر دی. د هغه په دغه زیری خوشاله شوم. ځکه المان خو له اقتصادي ـ تخنیکي پلوه ډیر پرمختللی او له سیاسي ــ علمي پلوه رسیدلی هیواد دی او د بیلا بیلو څانګو پیاوړي او تکړه علمي پوهان، څیړونکي او تحلیلونکي لري. کیدای شي د هیوادوالو د علمي تندې د ماتولو او د بیلا بیلو موضوعګانو په اړه د مالوماتو د ترلاسه کولو لپاره د نړیوالو ورځنیو پیښو، شخړو او کړکیچونو په هکله د دوي لیکنې، تبصرې، نظرونه او رپوټونه د داکتر صاحب او په تیره د هغه د همکارانو په مرسته، زموږ رسمي ژبو (پښتو او دری) ته ترجمه او خپاره شوي وي او هر ورځ به خپریږي. په دې وخت کې زما ملګری، سپین ږغ کړ، ساده خو د دویچې ویلې انټرنېټ پاڼه وګوره او د هغې پته … . له څه هاند و هڅو وروسته، د انټرنېټ پاڼې په موندولو بریالی او په بیړې سره مې هغه پرانیسته. ورځنیي خبرونه او د ځینو پیښو په باب رپوټونه مې له نظره تیر کړل. خو باید اعتراف وکړم، چې خبر تر رپوټ او شننه تر هغو په زړه پورې وه. ځکه د هغو په ژباړه کې، داکتر صاحب او نوښتګرو همکارانو یې د خپلې ځانګړې وړتیا (اهلیت او لیاقت) او پوهي څخه په کار اخیستي سره د جملو جوړولو یو نوي جوړښت (ترکیب)، نوي اصطلاحات او داسي نور … او داسي نور رامنځته کړي. د دوي دغه ځانګړی نوښت دې ته اړ، چې د هغو ځیني په زړه پورې بیلګې غوره او ستاسو د لوستلو، خبرتیا او په تیره قضاوت لپاره وړاندې کړم.


 خو باید په ټینګار سره دا هم ووایم، چې په دغو غوره شوو بیلګو کې خبره د کی، کې،کۍ چه، چی یا چې، له ، پر، د، تر، سته، شته، سي، شي، سوي، شوي او … او په لنډه توګه د کره پښتو پر سره نه ده. ځکه د افغانی ټولنې هر باسواده په دې ښه پوهیږي، چې د پښتو ژبې په لیکدود کې د یوې جملې په کومه برخه او په کوم حالت کې له، د، په یا پر او تر وکاروي او د کې، بلکې او چې د لیکلو سمه بڼه څه ډول او د جملې په کومه برخه کې کارول کېږي، بلکې بنسټیزه خبره د خپلمنځي پوهاوي او د ویلو او اوریدلو لپاره د سیاسي، اقتصادي او نورو علمي اصطلاحاتو سمه ژباړه او د هغوي په ځای کارول دي. ځکه د خبر، رپوټ په جوړولو او د یوې سیاسي ــ اقتصادي موضوع د شننې لپاره د اېښي او ایښوني (مبتدا او خبر) بشپړ ګرامري سمون تر څنګ د هرې ژبې د دقیقو کلماتو کارونه تر ټولو مهم او د پیاوړې دپیلوماسې په مانا ده. ځکه هر خبر او د هغه په اړه رپوټ د نورو تر څنګ د یوه هیواد د سیاست او ستراتیژیکو موخو روښانه کول هم دي. سر بیره پر دې د څیړنې په څیر، ژباړه هم د یوې ژبې د لا غوړیدا، پراختیا او پیاوړتیا لپاره مهم آر ګڼل کېږي، چې په دې برخه کې د لیکوال، څیړونکی او ژباړونکی تر څنګ ټولیزې رسني هم ډیر مهم رول لوبوي. نو دا تاسو او د المان ږغ (دویچې ویلې) د سیاسي ــ اقتصادي خبرونو او رپوټونو د ژباړو یو څو په زړه پورې بیلګې:



۱ ــ بیلګه:


آلمان او نړۍ | 11.06.2009


شتاين ماير: موږ په اټومي بې وسلې کولو کښي پرمختګ غواړو

ــ ميدويدوف څرګندوي : «موږ غواړو خپلي دوه اړخيزه اړيکي نوري هم پراخه کړو. زموږ اړيکي ډېرې ښې او د ملګرتيا پر بنسټ ولاړي دي . خو موږ ته ښايي دا کوشش وکوو، چې زموږ اقتصادونه هم هغه لکه له بحران څخه مخکې غوندي ښه ګډکار سره وکوي) (۴). ښایي په المانی متن کې هدف:


[موږ باید هڅه وکړو، د اقتصاد په برخه کې داسي ګډه همکاری ترسره کړو، لکه له کړکیچ (بحران) څخه د مخکې وخت په څیر].



۲ ــ بیلګه:
آلمان او نړۍ | 11.06.2009
اوباما تر2011 کال پوري د فلسطيني دولت جوړيدل غواړي


ــ “مصريان په نظر کښي لري چه د جولاي پر اوومه باندي د فلسطين جمهوررييس محمود عباس او خالد مشعل ته په قاهره کښي ددې زمينه برابره کي ،چه سره وګوري او خبري سره وکي . په هغه کي به د مصر دغوښتني سره سم د فلسطينيانود يوه متحد دولت د جوړيدو پر سر روغه جوړه راځي” (۵ ) . کیدی شي په المانی متن د دغې جملې سمه بڼه داسي وي :


[دوي باید دمصر په غوښتنه د یوه ملی حکومت د جوړښت په اړه هوکړه (موافقه) سره وکړي]


 


۳ ــ بیلګه:
د ورځې موضوع | 08.06.2009
په لبنان کي د لوېديځوالو بری (۶ ) . ښایي منظور دلته:


 [په لبنان کې د لویدیز پلو بری] وي



نوري بیلګې هم همداسي وګڼي. زه نور له ښایي، کیدي شي او داسي نورو … څخه تریږم. ځکه المانی متن راسره نشته.



ــ ګرچه (پښتو کې وایي که څه هم) تر اوسه پوري لا په رسمي توګه په لبنان کي د ټاکنو پايلي ندي تاييد سوي خو د حکومت مخلوطو ګوندونو بيا هم د خوښيو په لمانځنو کي خپله بريا لمانځل پېل کړه (۶)


 


د همدې متن یوه بله بیلګه:


ــ”د سوريې ضد د ګوندونو د اعتلاف مشر سعد حريري او د هغه ملګرو په ډېره ناقراري سره د ټاکنو د پايلو انتظار ايستلی و ، او د وروستنيو پايلو وروسته يې خپله خوښي نه سوای پټولای” (۶ ).



او یوه بله بیلګه:



ــ يو کال تر مخه لبنان چي کله لبنان د يوې کورنۍ جګړې څخه بچ سو نو حزب الله حتی په پارلمان کي يوه مانع لږکۍ وګرځېدله (۶ ).


 


۴ ــ بیلګه:
آلمان او نړۍ | 25.05.2009
د شمالي کوريا د اټومي وسلو ربړه يوازي د خبرو اترو د لاري حلېدای سي


 


ــ پيونګ يانګ د سختي تګلاري څخه کار اخلي. او وروسته له هغه چي په اپريل کښي د متوسط بُعد د راکټ په امتحانولو سره د ملګرو ملتو د امنيت شورا ورباندي انتقاد وکۍ، په اخطار سره يې اعلان وکۍ چي د اټومي وسلو څخه به لاس وانخلي (۷ ). [څومره له محتوا ډکه، ښه او په ډیره لوړه کچه ژباړه]


 


ــ که د روسي پوهانو معلومات سم وي ،نو بايد اوسنی امتحان سوی اټومي بم د هيروشيما په اندازه قدرت ولري ،او پدې وسيله به هغه د 2006 کال د اکتوبر د مياشتي تر امتحان سوي اټومي بم ډير قوي وي،چه لا يې تخنيکي پرابلمونه درلودل (۷).


ــ د شمالي کوريا ديکتاتور کيم يونګ ايل په دغه اټومي ټيست سره خپل دريځ قوي کۍ (۷) .


 


۵ ــ بیلګه:
آلمان او نړۍ | 13.01.2009
د اقتصادی تموجاتو د ودي لپاره د المان د اتلافی حکومت دوهم پلان …

ــ دي موخی ته د رسيدلو د پاره پرون د آلمان په اتلافی حکومت کی د برخه والو ګوندونو لارښونکی مشرانو د اقتصادی تموجاتو د ودی يو دوهم پلان تصويب کړی (۸)


.


.


.


ــ “د اقتصادی تموجاتو د ودي د پاره د دغه نوي پلان لګښت به 50 ملیاردو يورو ته ورسیږی” (۸).


څومره په زړه پورې او له محتوا ډکه ژباړه: هورا


ــ “… خو د نيويارک ټايمز په حواله څيړني ښوولې ده چه يوې جنګي الوتکي پرطالبانوباندي د بمبارۍ امر پلاس راوړي ؤ، خو بيا يې بايد خپل هدف ته تغير ورکړی وای . خود الوتکي عملې مخکښي تر دې چه هغه يووار بيا تاييد سي ، بم وغورځوۍ ،او ځکه نو کيدای سي چه په دغه وخت کښي طالبان د محل څخه تښتېدلي وي،او يا ملکي خلګ راغلي وي” (۹).



او د دې ډول ژباړې یو بله بیلګه:


ــ «موږ دده د عزم او ارادې تر اغيزي لاندي يو، نه يوازي دده ددې ارادې څخه چه پاکستان په يوه ديموکراتيک هيواد باندي تبديل کي، بلکه دده ددې هلو ځلو څخه هم ،تر څو هر اقدام تر سره کي ،اوددې مخنيوي وکي چه پاکستان د نړۍ په نورو برخو کښي هم د شخړو او ترهګرۍ د مرکز په حيث ونه ګرزي . » (۱۰)
ښایي د دغه نقل قول موخه په لاندې ډول وي، خو که بیا هم المانی متن ولیدل شي، ښه به وي:
 “د زرداری هاند او هڅه د قدر وړ ده. د نوموړي هلې ځلې نه یوازې د پاکستان د دیموکراتیک کولو په برخه کې، بلکې د هغه دغه هاند و هڅه چې پاکستان د نړۍ د نورو سیمو لپاره د شخړو او ترهګرۍ په منبع یا مرکز بدل نه شي، د ستاینې وړ دي”.
دا وي ځینې بیلګي. خو که سړی د هر خبر او د هغه په اړه د رپوټ ژباړه وګوري، څه نا څه په ټولو هغو کې د ژباړونکی او کتونکی له دا ډول نوښت سره مخامخ کېږي.



ګرانو لوستونکو:


 تاسو د بنجارې هټۍ ته ورته د پورتنې ژباړې په بیلګو کې د پښتو ژبې د لا غوړیدا، پراختیا او پیاوړتیا څه ویني؟ ایا د ژبې د لیکدود له پلوه د جملو په جوړښت کې د ایښي او ایښوني (مبتدا او خبر) تر څنګ ګرامري قاعده په پام کې نیول شوې ده؟ زه د ژبې د لیکدود قضاوت د پښتو ژبپوهنې پوهانو، د ادبیاتو د پوهنځی د پښتو څانګې استادانو، محصلینو، د افغانستان د علومو اکادمې د ژبو او ادبیاتو د ریاست علمي غړو او همدارنګه نورو لیکوالانو او تاسو لوستونکو ته پریږدم. ځکه زه په خپله ژبپوه نه یم، چې د هغې په باب قضاوت وکړی شم.


 سربیره پر دې باید اعتراف وکړم، چې ان د ځینو جملو د مفهوم په پوهیدو کې هم له سترو ستونزو سره مخامخ شوم، ځکه په هغو کې د المان ږغ (دویچې ویلې) پیاوړو او نوښتکرو ژباړونکو او کتونکو له نوو مصدرونو او اصطلاحاتو، چې په قاموسونو کې لا لیکل شوي نه دي، کار اخیستی دی. نو ځکه د هغوي د پوهاوی لپاره، د المان ږغ د پښتو او دری د څانګې له مشر، د اقتصادي علومو له داکتر، صمیمي صاحب څخه په ډیر درناوی هیله کوم، که په لاندنيو اصطلاحاتو یو څه رڼا واچوي:


اعتلاف؛
د حکومت مخلوط ګوندونه؛
اقتصادی تموجات؛
وکۍ؛
هيرانتيا؛
دبريا يوه لویه وجه په تیره دلته د وجه مانا څه ده. ځکه وجه یو عربی لغت او مانا یې څیره، مخ، طریقه او لوری ده، چې په دې جمله کې اصلاَ هیڅ مانا نه ورکوي.
همدارنګه که مهربانې وکړي، د لاندنیو جملو مفهوم راته روښانه کړي:


د متوسط بُعد د راکټ په امتحانولو سره د ملګرو ملتو د امنيت شورا ورباندي انتقاد وکۍ، په اخطار سره يې اعلان وکۍ ؛
يو کال تر مخه لبنان چي کله لبنان د يوې کورنۍ جګړې څخه بچ سو نو حزب الله حتی په پارلمان کي يوه مانع لږکۍ وګرځېدله ؛
سربیره پر دې ستاسو له نظره د دغو دوو جملو مفهوم به څه وي:


نو بايد اوسنی امتحان سوی اټومي بم د هيروشيما په اندازه قدرت ولري، او که روښانه کړي، چې د هیروشیما د سیمې قدرت د چا له خوا، څه وخت، د کومو وسایلو په مرسته او په څه ډول سره ازمویل شوی دی؟ او


… په هغه کي به د مصر دغوښتني سره سم د فلسطينيانود يوه متحد دولت د جوړيدو پر سر روغه جوړه راځي


ایا فلسطینی سیمه یوه کورواکه (خودمختاره) اداره ده او که دولت؟ او ستاسو په اند د دولت او حکومت د اصطلاح تر منځه توپیر شته او که نه؟


 په ډیره خواشینې سره باید یادونه وشي، چې ستاسو ځیني ژباړونکي او کتونکي سیاسي ــ علمي موضوع خو څه، چې ان د ایران په تیرو ټاکنو کې د احمدی نژاد د سیال، مير حسين موسوى نوم هم په سمه توګه نشي لیکلی. د بیلګې په توګه یو ژباړونکی هغه، مير حسين مسوي (۱۱) او بل بیاهغه ، مير حسين موساوي (۱۲) لیکی.


محترم صمیمي صاحب:


 د هیواد د کړکیچن حالت پړه د ښاغلی کرزي او د هغه د له فساده ډکې ادارې په غاړه او پر هغه ستوغ انتقاد او نیغ په نیغه ګوت نیوکه اغیزمن کار او د ټولنیزو نیمګړتیاوو د سمون لپاره غوره وسیله ګڼل کېږي. خو مهربانی وکړی، ووایي چې تاسو هم د پورتنیو تیروتنو مسؤولیت په خپله خوښه په غاړه اخلي او که نه؟ که ستاسو ځواب هو (بلی) وي، له خپلو ځینو بې کفایتو او بې سوادو همکارانو سره، چې نه یوازې د سیاست او اقتصاد د الفبا په مفهوم، بلکې ان د خپلې مورنې ژبې په املا او انشأ هم نه پوهیږي، څه تر سره کوي؟ ایا هغوي ته پښتو او المانی ژبو د سواد د زده کړې کورسونه دایروي او که څنګه؟


 خو، نه داسي بریښي چې تاسو هم خپل همکاران لکه د کرزي د هغو په څیر د پوهي او وړتیا له پام کې نیولو پرته ” نظر به لزوم دید، منافع این یا آن ګروه و حزب، طرز تفکر خاص و روابط … ” استخدام کړي، چې یوازې او یوازې لاس په نامه ولاړ او د غوړه مال په توګه ستاسو خدمت کې دي. نو د هیواد د نامتو لیکوال، ګل پاچا الفت په وینا:


 ” هغه چې پر آس سپور دی او نور یې په مخکې منډي وهي، د آس په سپرلۍ دومره نه دی خوښ لکه چې د نورو له پلي توب څخه خوند اخلي” (۱۳). که ښاغلی کرزي د حکومت له مشرتوب څخه خوند ترلاسه کوی، تاسو هم خوشاله یاست، چې د المان ږغ (دویچې ویلې) د پښتو دری څانګې آمریت در په غاړه دی. دا په دې مانا چې ” نه آشه ښه ده او نه ګله”. او د افغان ولس نسخه به ستاسو لپاره که:


” ګنجی ډیر ښه طبیب وی، لومړی دې د خپل سر درملنه وکړی”. سربیره پر دې د ګران هیواد یو نامتو شاعر وایی چې:


بوریا باف ګرچه بافنده است  –  نه برندش به کارګاهی حریر


خو ښه به دا وي داکتر صاحب، چې … عاقلان را اشارتی. 


 ستاسو د بریاوو په هیله






مأخذ:


۱ ــ دکتر سيد موسي صميمي: رئيس جمهور کرزي – از حامل اميد تا سرچشمه ی یاس، وګوري په:
http://www.goftaman.com/daten/fa/index.htm
۲ ــ همدا اثر؛
۳ ــ همدا اثر؛
4- http://www.dw-world.de/dw/article/0,,4319091,00.html
5- http://www.dw-world.de/dw/article/0,,4318940,00.html
6- http://www.dw-world.de/dw/article/0,,4311374,00.html
7- http://www.dw-world.de/dw/article/0,,4279055,00.html
8- http://www.dw-world.de/dw/article/0,,3942806,00.html
9- http://www.dw-world.de/dw/article/0,,4303366,00.html
10- http://www.dw-world.de/dw/article/0,,4400199,00.html
11- http://www.dw-world.de/dw/article/0,,4321264,00.html
12- http://www.dw-world.de/dw/article/0,,4325457,00.html
۱۳ ــ فروق فردا: د الفت سل خبري، د نوید د جریدې له خپرونو څخه، مسکو، ۱۹۹۸ ، مخ، ۴  –
http://www.tolafghan.com/posts/13853