کور / خبرتیا او پيغامونه / د ميدان وردګ ولايت والي محمد حليم فدايي د خواشينۍ پيغام

د ميدان وردګ ولايت والي محمد حليم فدايي د خواشينۍ پيغام

دغبرګولي ۳۰ مه

د نرخ ولسوالۍ دعلماؤشورا رییس او پیاوړی جهادي عالم مولوی فضل الحق په بې رحمانه شهادت د میدان وردګ والي محمد حلیم فدايې د خواشینۍ پیغام

په خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د ميدان وردګ ولايت د نرخ ولسوالۍ دعلماؤ شورا رییس مولوي فضل الحق یو ستر جهادي شخصیت او سپیڅلی دیني عالم په ډېرمظلومانه ډول د اسلام او هېواد دسولې او سوكالۍ دښمنانو له خوا نن د ( غبرګولي) په ۲۹ مه دنرخ ولسوالۍ دکریمدادو د اخچي خیلوپه سیمه كې په ډيره بې رحمانه توګه په شهادت ورسيدو .

ارواښاد مولوي فضل الحق دميدان وردګ ولايت د نرخ ولسوالۍ اوسيدونكى ، يو تكړه مجاهد او مخور عالم وه چې تل يې د هېواد په ابادۍ او سوكالۍ كې نه ستړې كيدونكې هلې څلې كړې ، په اوسني منتخب اسلامي جمهوري دولت كې يې د نرخ ولسوالۍ دعلماؤ شورا رییس، او دمرکزدعلماؤ شورا غړی په توګه یې دنده درلوده،ارواښاد يوازې اسلامي او ملي ارزښتنونو ته ژمن ، صادق او په ريښتينې ډول د ولس خدمتګار وه ،خو د نوموړى اخلاص او صداقت ته دهېواد دسولې او سوكالۍ دښمنانو هيڅ ارزښت ورنكړو او په ډيره بې رحمانه ډول په شهادت ورسولو.زه د نوموړى شهادت دده کورنۍ او دافغانستان ټول ولس لپاره یو نه جبیره کېدونکې ضایع بولم ،نوموړې ته دفروس جنت او خپلوانو ته یې د جمیل صبر غوښتونکی یم او دده لپاره د مغفرت او بښنې لاسونه دخداى ج په دربار كې غزوم .

په پاى كې مې دا هیله ده چې دده په شهادت سره، د ټولو علماؤ حوصلي مړي نه، بلکې لا تاندي شي او هیڅوک تر هرنامه لاندي چې وي، موږ د خپل ولس له خدمت او د افغانستان د بیا جوړوني له جهاد څخه په شاه نه کړي.

انا لله و انا الیه راجعون!
الله جل جلاله د شهید مولوي فضل الحق شهادت په خپل درباركې قبول كړي!

دمیدان وردګ ولایت والي