کور / تازه خبرونه / کرکټ نړیوال جام: پاکستان اتلولي ترلاسه کړه

کرکټ نړیوال جام: پاکستان اتلولي ترلاسه کړه

د کرکټ د نړیوال جام د فاینل په لوبه کې پاکستان سري لنکا ته په اته ویکټونو ماتې ورکړه او د اتلولۍ جام یې په خپل نوم کړو ـ د تفصیلاتو تر مخه د انګلستان په تاریخي لوبغالي لارډز کې نن د پاکستان او سري لنکا د ټیمونو ترمنځ مقابله وشوه ـ ټاس سري لنکا وګټلو او پخپله یې د بیټنګ کولو پریکړه وکړه ـ د اپریکړه د سري لنکا کپتان سنګاکارا ته هغه وخت ګرانه تمامه شوه چې په اولني اوور کې دده ټیم د وکټ د زیان سره مخ شو ـ د سري لنکا په ټول ټیم کې د کپتان سنګاکارا نه پرته هیچا په زړه پورې لوبه ونه کړه ـ سنګاکارا ۶۲ منډې جوړې کړې ـ د میچ تر پایې د سري لنکا د شلو اورونو په لوبه کې ۱۳۸ منډې جوړې کړې او اته لوبغاړي یې وسوزیدل ـ


پاکستان د خپل وار شورو په پیاوړي انداز هغه وخت وکړه کله چې اولنو لوبغاړو په ګډه ۴۸ زنزونه جوړ کړل چې په دې کې د کامران اکمل ارزښتناک ۳۷ رنزونه هم وو ـ داوپنرانو د سوزیدو وروسته شعیب ملک او شاهد افریدي پاکستان ټیم ته مضبوطه اوږه وکړه ـ شاهد افریدي په ۴۰ بالونو ۵۴ رنزونه جوړ کړل او دغه شان پاکستان د لوبې د بشپړیدو د مخه په ۱۸،۴ اورونو کې ټاکلي هدف ته ځان ورورساوه ـ


د میچ غوره لوبغاړی شاهد افریدي او د ټورنامنټ غوره لوبغاړی د سري لنکا دلشان ونومول شو ـ


پاکستان د راروانو دوو کلنو دپاره د ټونټي ټونټي کرکټ د نړیوال کپ اتل شو ـ ددې نه مخکې هند دغه اتلولي تر لاسه کړی وه .