کور / علمي / خپلواکي د ډالرو په شرنګ… په یو نوي کتاب کره کتنه

خپلواکي د ډالرو په شرنګ… په یو نوي کتاب کره کتنه

خپلواکي د ډالرو په شرنګ، د بوتل په کړنګ او د « اهسته برو» په تال کې؟!

یوه میاشت وړاندې د ٢٠٠٩کال په مۍ کې د یوه امريکایي ژورناليست او ليکوال له قلمه په افغانستان کې د امريکې د یرغل په اکله یوکتاب راووت : دُ ګ ستانتن , سواره عسکر:دامريکایي عسکرود یوه غونډ فوقالعاده کيسه چې په افغانستان کې بري ته رسېدلي وو،نیویارک،لندن، تورانتو:سکرایبنر، ٢٠٠٩مۍ . لیکو١ل له سلو نه ډېر کتابونه، مضمونونه او برېښنا ځایونه او په مساوې شمېر مرکې کارولې دي . د لته په افغانستان باندې د امریکې د یرغل د لومړیو شېبو کیسه راسپړل شوې ده

 Doug Stanton, Horse Soldiers:The Extraordinary Story of a Band of U.S. Soldiers Who Rode to Victory in Afghanistan. New York,London,Toronto:Scribner, May 2009,pp.xvi + 393

‍ مخکې له دې چې په پورتنی کتاب خپله کره کتنه وکاږم د باب وُ ډ وارډ « بوش په جنګ کې»،٢٠٠٢، له کتاب نه به یو څو مطالب را و اخلم چې د اوسنئ کره کتنې سره اړخ لګوې. په کال ٢٠٠١ کې د ٩١١ له بخولې نه دوه ورځې وروسته د امریکې د مرکزي استخباراتو مشر جورج ټېنېټ د ملي امنیت د جرګې غونډې ته خپله مفکوره وړاندې کړه چې شماي ټلواله دې تقویه او تمويل شي . د سي آې أئ ټيمونه او په « ټنونو پیسې » کولی شي چې شمالي ټلواله په یو اغيزمن جنګي قدرت واړوي.ولسمشر بوش ددغې ډ الروالې د انفرادي مشرانو په اکله معلومات وغوښتل . کوفر بلک چې په سي آې أئ کې د تروريزم پر ضد د مر کز مشر و، ورته د شمالي ټلوالې یو « مهم جنرال» عبد الرشيد د وستم ورمعرفي کړ چې «له هر چانه یې معاش اخيستلئ و: روسیه، ايران او پاکستان.» ګري شرون په کابل کې د سي آې أئ د څانګې مشر -١٩٨٨-١٩٩٠ـو او له ١٩٩٦ تر ١٩٩٩ په اسلام اباد کې د سي آې أئ د څانګې مشر و. نوموړي له د وه د ېرش(٣٢) کلونو راهيسې په سي آې أئ کې د عملیاتو د ریاست یو مامور و. هغه په تهران، اسلام اباد، د وبۍ،کابل او سعودي عربستان کې د سي آې أئ لپاره مخبران استخدامول، روزل او اداره کول. د باب وډ وارډ په اند، شمالي ټلواله یو «اجیر قدرت» و چې د سي آې أئ په لګښت چلېده. ګري شرون له (٩١١) بريد ونو نه نهه ورځې وروسته( سپتمبر ٢٠، ٢٠٠١) د تاشکند له لارې د شما لي ټلوا لې د سیمو په لوری وخوځېد . د هغه لومړئ کتنه د محمد عارف سروري سره وه چې د مسعود د استخباراتو او امنیت د چارو مشر و. عارف چې نږدې نهه میاشتې وړاندې، په د سمبر ٢٠٠٠کې، یې ګری شرون په پاریس کې لیدلی و، ویې پېژانده، او په خوښۍ سره یې ګري ته وویل: «تاسې هلته وئ»( یُو وار د ېېر) . ګري سر وخوځاوه او نیم ملیون ډالرې یې د عارف پر مېز کېښودلې . معمولاًبه ګري دوه سوه زره ډالرې ورکولې،خودا ځل یې دغه مبلغ دوه نیم چنده کړ چې په عارف باندې زیات اغیز وکړي. ددفاع وزیر رمسفیلډ او جنرال تامي فرنکس دواړه « په شمالي ټلواله او جنرال فهیم شکمن وو» ځکه دوی په دې کې « سست» وو چې « پخپله وخوځېږي» . ډي آې أئ یانې د دفاعي استخباراتو ایجنسي په خپل «خورا پټ» یاد ښت کې «په غټه اندازه په جنرال فهیم پړه اچوي، اساساً یې چټي سړی (ویمپ) ګڼي چې غږېږي او غږېږي، خو جګړې ته نه راوځي. فهیم هېڅکله هم جګړې ته چمتو نه و.تل به یې د ډ ېرو پیسو او ډ ېرو کالتوسو اړتیا څرګندوله.» ګري شرون په پنجشېرکې(٢٧ـ٩ـ٢٠٠١)د کوماندان محمد فهیم او ډاکټر عبدالله سره ويني او« یو میلیون ډالرې ورته په مېز» ږدي. فهیم ورته وایي چې « موږتاسې خلکو ته ښه راغلاست وایو» او «هرڅه مو چې له لاسه کېږي وبه یې کړو.» د باب وډ وارډ په کتاب باندې د کره کتنې لپاره ولولئ: ډاکټر رحمت ربي زیرکیار،د نوي سیا ست الجبره: د امریکې د امپراتورۍ لپاره فکرونه، ستراتیجۍ، پلانونه، عملیات، ډ نډ ورې اوغولونې ١٩٨٩ تر ٢٠٠٥. خپرندوې:د پښتني کولتور د ودې او پراختیاټولنه ـجرمني،چاپخونه:دانش خپرند وی ټولنه، پېښور، نومبر ٢٠٠٦، مخونه :٣٠٣تر٣١٨ . راو به ګرځم په تازه چاپ شوي « سواره عسکر» نومې کتاب باندې خپلې کره کتنې ته .

ډُګ ستانتن په خپل کتاب کې چې په مۍ ٢٠٠٩ کې خپور شوی دی، لاند ینیو موضوعګانو ته پام کړی دی:(١)د خا صوقواو عسکر-سپېشل فورسېس- او د مرکزي استخباراتو (سي آې أئ) عملیات چیان یانې اُپېرَ تیوز ؛ (٢) د امریکایي عسکرو د مېرمنو احساسات؛ (٣)د امریکې هڅه چې د افغانستان «مظلوم خلک » د «خپلواکۍ» په نعمت ښاد کړي؛ (۴) د جنګ پخوانئ ستراتېجي (سواره نظامیان =کاوالري) چې د یوویشتمې پېړۍ د جګوارتباطي تخنيکي وسایلو اوهوایي بمباریو سره غبرګه شوې ده؛ او (٥)د شمالي ټلوالې جنګسالاران چې دامریکې یرغل یې په کا بل کې د « اهسته برو» په ګلالئ کلتوري سند ره(زیرکیار) ونازاوه «د پنجشېر زمری» احمد شاه مسعود چې د طالبانوسره له اووه (٧) کلونو راهیسې په جنګ اخته و،اقرار کوي چې طالبان « بري ته نږدې وو.» (مخ ٢٠) . احمد ملک په ١٩٩٧ زېییز کال کې د دوستم سره په غلیمۍ کې اخته شواو د طالبانو ډلې ته واوښت. طالبانومزارشریف ونیوه،او دوستم ،چې یو افغان ډاکټر ستانکزي ورته په سهیلي کليفورنیا کې په ېوه ستره افغاني غونډه کې« د و» ستم ویلی و، حیرتان ته وتښتېده چې له مزارشریف نه شمال خوا ته په ۴٥ میله واټن کې پروت دی. د ملک پلویانو د حیرتان پُل په خوله کې پخپله د وستم اودهغه سره بد رګه ډ لګۍ له موټره راکوز کړل. د وستم او بدرګه چیانو یې خپل جېبونه تش کړل، وسلې یې تسلیم کړې، او بیا په پُل تېرشول. ملک بیا د هزاره ګانو د مشر اسماعیل سره غبرګ شو،او د دوی دواړو خواو خلکو د «شپږ زرو تر آته زرو طالبان د اونیو په اوږدو کې ووژل»- اسماعېل د محقق پخوانی (سلف)و. (مخ ١١٠) . په شمالې ټلواله کې د رې لوبغاړي مهم وو:عطامحمد نور ، د وستم ا و محقق(« ملا » فهیم خان له شمال نه لرې، کابل ته نږدې په عسکري مرکز کې بوخت و). د ٩١١ له بخولې سره جوخت،د وستم د چپچال په شمال کې له کوبکي کلي نه خپل « پخواني دوست» زلمي خلیلزاد ته چې هغه مهال په واشنګټن کې د ولسمشر جورج ډ بلیو بوش د ادارې یو مهم رسمي مامور و، ټلفون وکړ:« زلمیه، امریکایي دوستانوته ووایه چې د وی هم د وستان لري. د غه دوستان موږ یُو» – مخ ١١٨

 په تېره لسیزه « یا زیاته کې» د وستم، محقق او عطا محمد د یوبل سره په جګړو کې لګیا وو چې که افغانستان په خپله ولکه کې راوستلی شي. د امریکې د مرکزي استخباراتو د نظامي وزمه عملیات چیانو مشر ګري شرون افغانستان ته لاړ چې د وستم، عطا او محقق «همغاړي کړي». د ٩١١ له برید ونو نه یوه اونۍ وروسته ،١٩-٩-٢٠٠١ ، ګري شرون « د رې پنډ بکسونه بار کړل چې هر یو یې په د رې میلیون سل ډالره لوټونو ډک کړی و.» ددغه مبلغ موخه داوه چې د شمالي ټلوالې په « جنګسالارانو» یې د « بډ و» یانې رشوتونوـ برایبز – په څېر ووېشي او وفامني یې کرایي کړي .هغه مهال چې امریکایي زمکنی کوماند ان میچل مارک د خپلو سپرو عسکرو سره مزارشریف ته راورسېده، هلته یې د طالبانو واکمي رانسکوره کړه. « د مزارشریف خلکو هغوی ته ګلونه اوکوګۍ وراچولې وو (هَډ ترون فلاورز اَ نډ کیسېز)، د هغوی اسونو ته یې ځانونه ورغځولي وو، او د هغوی د ارتو کارګري-عسکري پتلونونو ناپاکې پیڅې یې راښکلې وې….میچل ته داسې احساس پیدا شوی وچې په د وهمه نړۍ واله جګړه کې به وي-د خپل نیکه په جګړه کې چې د نازیانو له تېښتې نه وروسته پاریس ته ورننوتلی و.» ( مخ ٣٧ )

په کتاب کې دامریکې لپاره د شمالي ټلوالې د غټانو چوپړ ستایل شوی دی . خو سره ل دې هم لیکوا ل له د ېنه ډ ډه نه د ه کړې چې د خپلو خد متګارانو ماهیت راجوت کړي. لیکوال څو ځلې داسې لاسوند ونو (شواهد و) ته ګوته نیولې ده چې د هغه مهال د شمالي ټلوالې مهم مشر د وستم یو شرابي ، عیا ش اوپیسه ګل سړی معرفي کوي .د بېلګې په ډ ول : د وستم د ملا عمر پلویان په د وه کارونو « راټیټول» : (١) د خپلو ډ ېروسپرو نظامیانو- اِنفانتري- په واسطه،او (٢) « د راپور له مخې» د هغو ګاړیو(واګون ترېن) په واسطه چې « فاحشې به پکې له یو ښار نه بل ښار ته د ملیشود خد مت لپاره په سفر کې وې» (مخ ٩٧) . ليکوال زیاتوي چې: « پخواني جنګسالار د وستم په مزارشریف کې یوماڼۍ وزمه کور( پلېشَل ) لاره چې په باغ کې به یې له فرانسې نه راوړل شوي طاوسونه جوپې جوپې ګرځېد ل اوامریکایي الکهولي مشروبات (لیکر) به پکې په کریستلي بوتلونو کې په ماهون مشروبتونونو ( مهاګني بارز ) کې ذ خیره شوي وو.»( مخ ١٠٩)- مهاګني یانې ماهون یو ډ ېر معتبر لرګی دی چې قیمتي څیزونه ورنه جوړېږي .په پښتو کې ورته بلمز ئ ویلی شو چې د رنجو (سرمه) د استعمالولو لپاره ورنه سلا یي جوړېږي .« د د وستم د څارنې لاندې مزارشریف یو جهاني وزمه ښار و» .خو کله چې طا لبانو په زییزکال١٩٩٦کې د افغانستان ختیزې او سهېلي سیمې په خپله ولکه کې راوستلې « د وستم وپرشېده :> زه په یو داسې هېواد کې ژوند کول رد وم چې سړی پکې وُد کا څښلی نشي او ښځې پکې کمیسونه (سکرتس) اغوستلی نشي او ښونځي ته تللی نشي <.» (مخ ٥۴).هغه مهال چې افغانستان د شوروي نیواک لاندې و د وستم« واقعاَد روسانو لپاره جنګېده :هغه به د خپلې زوکړې په ښار شبرغان کې د تېلو او ګاس سیمې [د مجا هدینو] له برید ونو نه ساتلې .دوستم په شرابو، ښځو ، او غږ[ټنګټکور،موسیقي] مین و ... د کمو نستانو الحاد هغه نه کړاوه . هغه په قدرت پسې روان و . له قدرت نه په یو نامطمًنه او خطر ناک هېواد کې محفوظیت او سوکا لي راوتل»( مخونه ٥٨ تر ٥٩) . هغه مهال چې د پرچمي ډ اکټر نجیب د رژیم ټغر « په راټولېد لو شو، د وستم د مسعود په ملاتړ کې ود رېده» . د د وستم « ستر سیال» ( آرک راېوَل) عطا وه. د امریکایي مرستو په سر د عطا او د وستم تر منځ تاوتریخوالی روان و. خو د وستم ورته ډاډ ورکړ چې هره امریکایي مرسته به ورسره مساوي(فيفټي-فيفټي) وېشي .د د وستم سره په یوه لید نه کې، امریکایي جنرال سپېنسر غږ وکړ چې : « موږستا سې لپاره یوه بله تحفه راوړې ده»، یانې یو بوتل روسئ وُ د کا. د کتاب لیکوال کاږي چې:« د د وستم سترګې ارتې شوې» ، او ورپسې د وستم جنرال سپېنسر ته داسې ورغبرګه کړه : « ډ ېر ښه، فوق العاده» -ویري ګُوډ ، اِیکسېلېنت- (مخ ١١٦). کله چې امریکایي چورلکه کېنا ستله، کپټن میچل نېلسن واورېد ل چې د « وُ د کا بوتلونه کړنګېږي. د هغه هیله د ا وه چې که د وُد کا هېڅ بوتل مات نشي وړاندې له دې چې دوستم ته یې وړاندې کړي» (مخ ١٠٥) . همد غه کپټن نېلسن د کتاب لیکوال ته خپل راز ورسپړلی و چې د وستم به ورته « زما ورور» وایه، او پخپله نېلسن به په دغه لقب « ویاړ احساساوه« مخ ٣٥٢

د د وستم کمپ د صوف سیند په خوا کې د چپچال په سهېل کې په د یهي کې پلن شوی و . په د غه کمپ کې دامریکې د مرکزي استخباراتو-سي آې أئ- نظامي وزمه افسرانو« ځانونه د > بابا داود <...،> بابا جئ جئ < او > بابا مَیک <په څېر معرفي کړل .» له « بابا دا ود« یا « ورور داود» نه مطلب ډ ېوېډ اُولسن و. دغه شان له « بابا جئ جئ » او« بابا مَیک» نه مطلب په ترتیب سره جئ جئ سویَر او مَیک سپَن و. محقق « پوه شو چې دغه سړي د سي آې أئ په خدمت کې وو. محقق ما یوس شو چې د هغوی په منځ کې یې عسکر ونه لید ل . هغوی هم د خښتو په کچه په پېړو ډ ېرو نیلوني کڅوړو کې منډ ل شوي امریکا یي نوټونه راوړي وو . د محقق په اټکل، دا پیسې د هغې جایزې برخه وه چې د فهیم خان لاندې کوماندان عطا محمد نور ته به ورسپارل کېږي....پخپله[فهیم] خان دوه سوه میله لرې په سهېل کې د کابل په خوا کې په مرکزي کمپ کې اړولي و و....د وه ورځې وړاندې ګري شرون [د سي آې أئ د ټیم مشر] د [فهیم] خان کلي ته ورسېد او سرسخت جنګسالار ته یې یوعشاریه د رې میلیون ډالرې ورکړې» مخ ٥٧

د کتاب لیکوال ستانتن په افغانستان کې د امریکایي آس سوارانود کوچني غونډ « حماسي بری» د اوسني جنګ او راتلونکو جنګونولپاره یوه « نمونه» -تېمپلېت – ګڼي(مخ ٣۴٥) .خو د کتاب په وروستنیو مخونو کې لیکوال مني چې امریکه د خپل یرغل د سریز بري په ساتنه کې ناکامه شوې ده .« د مرستو لپاره په میلیونونو ډ الرې هېواد ته ورتویې شوې. خو دغه مبلغ په کابل متمرکز شو-یو ښار چې اوس په غیرحکومتي کارکوونکو او د پلوماتانو ډک شوی دی، او هغوی په اطرافو کې د طالبانو له برید ونو نه ډ ارېږي. ددغو پرمختګونو په رڼا کې، امریکایي ماموران د ومره و ړاندې تللي دي چې د طالبانو د سازمان د ملایمو توکمونو سره د معاملې لپاره خپل نوی رضایت ښئ« (مخ ٣٥٩) . لیکوال د امریکایي آس سوا رانو د کوچني غونډ زړه ورتیا د ګڼ شمېره طالبانو د ناکامۍسره پر تله کړې ده. خو له یاده یې وتلې ده چې امریکې د افغانستان په یرغل کې د یوویشتمې پېړۍ میندې بوروونکې هوایي بمبارۍ اوپه جګه سویه تخنیکي ارتباطي وسیلې کارولې دي -هغه څه چې طالبان ورنه په نږدې مطلق ډ ول محروم وو. وګورئ،د طالبانو وسلې دومره ابتدایي وې چې ایله د څو اونیو په اوږد و کې یې د بامیانو مړ بوت رانسکور کړی شو .که لیکوال د طالبانو د بې جسمه وسلې -سرتېرتیا – په اکله یو څه کړکیچو یانې مات ګوډ معلومات وړاندې کړي وای، ښایی خپل کتاب به یې له د ېنه ساتلی وای چې د ډ نډ ورې ټاپه وخوري . زه چې ورته کسم، ناشونې به نه وي چې دغه کتاب ته به د امریکې د د فاع د پخواني وزیر د انالد رمسفیلډ-٢٠٠١ تر ٢٠٠٦-خوله ډ ېره ګوړې ګوړې شي . دغه شان، په کتاب کې یو مهم کتاب نه دی کارول شوی چې د شمالي ټلوالې د اتل احمد شاه مسعود سره د شوروي پوځونو پټه یارانه پکې راجوته شوې ده : بروس جي ریچارد سن، افغانستان : د شوروي ټرور واکمني پای ته رسول – بېند، اورېګون : ١٩٩٦ ماوریک پبلیکېشنز، ١٩٩٦ . ددې کتاب اصل په انګرېزي ژبه خپور شوی و.افغا نستان : اِند ېنګ دي رَېن آف زوېت تېرور . اورېدلي مې دي چې دا کتاب په پښتو کې هم خپور شو ی دی.

Bruce G. Richardson, Afghanistan: Ending the Reign of Soviet Terror. Bend,Oregon: Maverick Publications, 1996.

پای